تاتارستان او افغانستان د اقتصادي همکاریو د پراختیا په درشل کې

Photo: Dmitri Sopa

تاتارستان او افغانستان د اقتصادي همکاریو د پراختیا په درشل کې

افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز، تاتار- اینفورم خبري آژانس ته ویلي چې ۲۰۲۶ کال کېدلی شي د روسیې د تاتارستان جمهوريت او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا کال شي.

د یاد مرکز رییس رستم حبیبولین  کابل ته د تاتارستان له جمهوریت څخه د یو پلاوي له سفره خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د تاتارستان د سوداګریزې استازولۍ د پرانیستې لپاره بحثونه دوام لري.

د نوموړي په پراختیا، تر دې وړاندې هم د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اسلامي امارت چارواکو څو ځله کازان ښار ته سفر کړی دی.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رشتیا په دې اړه وايي: «روسیه یو له هغو هېوادونو څخه دی چې موږ ورته تر ټولو زیات صادارات، په ځانګړي ډول وچه او تازه مېوه، څرمن او نور توکي لېږو او ښې اړیکې هم لرو، که بیا هم زمینه مساعده شي چې موږ روسیې یا تاتارستان ته صادرات زیات کړو، نو دا به د اقتصاد لپاره ګټور وي.»

په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز رییس دغه راز زیاته کړې چې د افغانستان او روسیې د پانګونې شورا د دغه مرکز د فعالیتونو په چوکاټ کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د پانګونې د جلبولو په موخه کار پیل کړی دی.

د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونه هم د افغانستان او تاتارستان جمهوریت ترمنځ د اړیکو پراخول د هېواد د اقتصاد په ګټه بولي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې اجرایوي رییس، محمد ولي امیني په دې اړه وویل: «د روسیې فدراسیون او اړوند جمهوریتونه، لکه تاتارستان، د افغانستان لپاره ځانګړی اهمیت لري او دا هغه هېواد دی چې په تېرو یو یا دوو کلونو کې یې له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي، په ټولیز ډول د سوداګرۍ پراختیا لپاره ټول شرایط ښه کېږي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم وایي چې په تیر زیږدیز کال کې د افغانستان او روسیې د فدراتیف ترمنځ د ۵۳۸ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد طلوع‌نیوز ته وویل: «په ۲۰۲۵ میلادي کال کې له روسیې سره سوداګري ۵۳۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلې وه چې له دې جملې څلور میلیونه ډالره صادرات او ۵۳۴ میلیونه ډالره واردات وو.»

دغه راز، د اقتصادي چارو شنونکي، قطب الدین یعقوبي وویل: «تاتارستان، د معادنو او کرنیزو ماشینونو په برخه کې د خپلو تجربو او امکاناتو له مخې، کولی شي له خپلو عصري وسایلو او تجربو سره د افغانستان د دې برخو د وضعیت په ښه والي کې ګټور تمام شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د زمري په ۱۴ نېټه هم د تاتارستان د لومړي وزیر د مرستیال او سوداګرۍ وزیر اولیګ کوروبچینکو په مشرۍ د یاد هېواد یو پلاوي کابل ته د سفر په لړ کې د اسلامي امارت له یو شمېر چارواکو سره د بېلابېلو موضوعاتو، د د هغه له جملې په افغانستان کې د پانګونې، کابل ته له پنجشیر سیند څخه د اوبو د لیږد پروژې او کانونو کې د پانګونې فرصتونو په تړاو خبرې وکړې.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "تاتارستان او افغانستان د اقتصادي همکاریو د پراختیا په درشل کې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*