تخار کې د درېیو مهمو سړکونو د رغونې چارې پیل شوې

Photo: M Abdoney

تخار کې د درېیو مهمو سړکونو د رغونې چارې پیل شوې

د تخار د ټولګتو ریاست وایي، د دغه ولایت کې د ۷۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د درې مهمو سړکونو د لومړي پړاو چارې پیل شوې.

دغو پروژو کې د تخار د دشت ارچي-خواجه غار، خواجه‌بهاالدین – ینګي‌قلعه او خواجه‌غار – دشت‌قلعه سړکونه شامل دي. 

د تخار د ټولګتو رییس، امیرمحمد حذیفه و ویل: «د دشت ارچي-خواجه غار سړک بدیجه ۴۷۰ میلیونه افغانۍ ده او کار یې جدي روان دی. د خواجه-غار دشت قلعه سړک ۷۰ کیلومټره دی چې بودیچه یې ۱۳۱ میلیونه بودیجه ورته سږ کال ځانګړې شوې ده.»

د تخار اوسېدونکي د دغو پروژو د پیل له امله خوښي څرګندوي؛ خو د اسلامي امارت له مسوولینو غواړي چې په دې ولایت کې نورې پراختیايي پروژې هم پلي کړي.

د تخار اوسېدونکي، عبدالله پویا و ویل: «خلک ورته ډېر خوښ دي خو له بده مرغه کارونه یې ډېر ورو مخته ځي، له مسوولینو غواړو چې دغه چارې چټکې کړي څو په خپل وخت سره دشت قلعه ولسوالۍ ته ورسیږي.»

د تخار بل اوسېدونکي، عبدالبشیر و ویل: «د خلکو ستونزې رښتیا هم ډېرې دي، اوړي کې بادونه او خاورې وي او ژمي کې بیا خټې وي. اوس چې چارې یې بیا پیل شوې، د خلکو هیلې بیا را ژوندۍ شوې.»

د تخارد ټولګټو ریاست مسوولین وایي، د دغو سړکونو د لومړي پړاو له ګټې‌اخیستنې وروسته به د دویم پړاو کار هم پیل شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "تخار کې د درېیو مهمو سړکونو د رغونې چارې پیل شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*