په تخار ولایت کې د ا.ا. چارواکو د چهارشنبې په ورځ، جنورۍ ۲۲ (سلواغې درېیمه) وویل چې په دغه ولایت کې یو چینایي وګړی د نامعلومو وسلهوالو په برید کې وژل شوی دی.
د تخار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند، محمد اکبر حقاني، چې وژل شوی چینایي وګړی له خپل ژباړونکي سره ‘دشت قلعه’ ولسوالۍ ته د نامعلومې موخې لپاره روان و او پدې اړه یې امنیتي چارواکو ته له وړاندې خبر نه و ورکړی. د نوموړي په خبره، د پېښې پر مهال د هغه ژباړونکي ته زیان نه دی رسیدلی.
د ا.ا. د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، هم د پېښې جزئیات تایید کړي او ویلي یې دي چې وژل شوی کس، یو چینایي سوداګر و چې په افغانستان کې یې د کان کیندنې قرارداد درلود.
په کابل کې د چین سفارت د دې پېښې په اړه د نظر څرګندولو څخه ډډه کړې، خو په تېرو وختونو کې د داع/ش ډلې په افغانستان کې پر چینایي اتباعو او شرکتونو د بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.
د اسلامي دولت (داع/ش) خراسان څانګې د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده. د اعماق وبسایټ، چې د داع/ش د فعالیتونو په تړاو خبرونه خپروي، راپور ورکړی چې د داع/ش یو “سرتیري” دغه چینايي وګړی له یو موټر چلوونکي سره په نښه کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ا.ا. تل ادعا کوي چې په افغانستان کې یې امنیت تامین کړی او له بهرنیو پانګوالو یې غوښتي چې په ځانګړي ډول د کان کیندنې په برخه کې په دغه هېواد کې پانګونه وکړي.
خو په افغانستان کې د امنیتي اندېښنو سره سره، چین د دغه هېواد په کان کیندنې برخه کې پانګونه کړې ده.
بلخوا، د سې شنبې په ورځ، جنورۍ ۲۱ (سلواغې دویمه)، د چین او د ا.ا. د حکومت استازو په کابل کې د دواړو هېوادونو د دیپلوماتیکو اړیکو د اویایمې کلیزې د نمانځنې مراسم ترسره کړل.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، شېر محمد عباس ستانکزي، په دغه مراسمو کې وویل: “موږ خپلو چینایي ملګرو ته ډاډ ورکوو چې په افغانستان کې سوله او امنیت تامین دی. موږ له چینایي سوداګرو او پانګوالو غواړو چې په ډاډ سره په افغانستان کې پانګونه وکړي. “
په داسې حال کې چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، امنیتي ستونزې تر ډېره بریده لرې شوي، د داع/ش خراسان څانګه لا هم د ا.ا. پر امنیتي ځواکونو، حکومتي چارواکو او بهرنیو وګړو بریدونه ترسره کوي.
دا لومړی ځل دی چې په کابل ښار څخه بهر پر یو چینایي وګړي برید ترسره کېږي.
د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۱۲مه، وسلهوالو په کابل کې د چینایي سوداګرو لپاره پر یو مشهور هوټل برید وکړ. په برید کې لږ تر لږه درې ملکیان ووژل شول او ۱۸ نور، چې بهرنیان هم پکې شامل وو، ټپیان شول. د هغه برید مسؤلیت د داع/ش خراسان څانګې په غاړه اخیستی و.
لومړی نظر وکړئ on "تخار کې یو چینایي وګړی وژل شوی؛ داع/ش یې مسئولیت اخیستی"