
د ۱۳۵۷ کال د غويي یا ثور اوومه د افغانستان په معاصر تاریخ کې یوه مهمه نېټه ده، چې د خلق ډموکراټیک ګوند له کودتا وروسته، د افغانستان لومړنی جمهوري حکومت وپرځېد.
اسلامي امارت په یوه خبرپاڼه کې د دغې کودتا غندنه کړې او ویلي یې دي، چې دغې چارې د افغانستان پر خاوره د پخواني شوروي اتحاد «یرغل» ته زمینه برابره کړې ده.
په دې خبرپاڼه کې، چې د اسلامي امارت د ویاند ذبیحالله مجاهد د دفتر له خوا خپره شوې، راغلي: «د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د ثور په میاشت کې کمونیستانو د هغه وخت د حکومت پر ضد د یوې نظامي کودتا په ترسراوي، د دې زمینه برابره کړه چې پخوانی شوروي د افغان مسلمان ملت پر حریم یرغل وکړي.»
اسلامي امارت همدارنګه د “شرعي” نظام د ساتنې پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې اوس د دې وخت رارسېدلی، چې ټول افغانان د خپل هېواد د استقلال او امنیت د ساتنې لپاره په یووالي او ژمنتیا عمل وکړي.
د ۱۳۵۷ کال د ثور په اوومه، محمد داوود خان، د افغانستان د هغه وخت ولسمشر چې د لومړني جمهوري نظام بنسټ یې کېښود، د خپلې کورنۍ له ۱۸ غړو سره په ارګ کې ووژل شو، او په دې توګه لومړنی جمهوري نظام وپرځېد.
دغه کودتا، چې د توپونو او ډزو په غږ پیل شوه، په حقیقت کې د افغانستان په تاریخ کې د لویو بدلونونو پیل و.
د ثور په اوومه سهار مهال زغروالو تانکونو او د پوځ چورلکو، سمدستي پر ارګ برید وکړ او د افغانستان پر جمهوري لومړنۍ کودتا شوه.
په ۱۳۷۱ کال د ثور په اتمه، له ۱۴ کلونو جګړې او مقاومت وروسته، مجاهدینو د ډاکټر نجیبالله تر مشرۍ لاندې وروستی کمونیستي حکومت نسکور کړ او د افغانستان د قدر واګي یې ترلاسه کړل.
د مجاهدینو له بریا وروسته، صبغتالله مجددي د افغانستان د لنډمهالې ادارې رییس شو او دوه میاشتې په دغې څوکۍ پاتې شو، وروسته برهانالدین رباني واک ته ورسید؛ خو د رباني په حکومت کې د جهادي مشرانو ترمنځ اختلافونه زیات شول او حکومت یې له ګڼو ننګونو سره مخ شو.
لومړی نظر وکړئ on "د ثور اوومه، پر افغانستان د شوروي د یرغل پیل و"