جباروف: د منځنۍ اسیا د امنیت لپاره د افغانستان ثبات حیاتي دی

💬0

جباروف: د منځنۍ اسیا د امنیت لپاره د افغانستان ثبات حیاتي دی

د قرغیزستان ولسمشر اعلان کړی چې که هېواد یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړیتوب لپاره وټاکل شي؛ نو د افغانستان وضعیت ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.
هغه ټینګار کړی چې د افغانستان ثبات د منځنۍ آسیا له امنیت سره مستقیم تړاو لري.

صدر جباروف د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو مشرانو ته په یوه پیغام کې ویلي چې بیشکک به د افغانستان له خلکو، په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي او نړیواله ټولنه کې به د افغانستان له تدریجي ادغام ملاتړ وکړي.

د قرغېزستان ولسمشر ویلي: «موږ باور لرو چې د منځنۍ اسیا امنیت د افغانستان له ثبات څخه جلا نه دی. قرغیزستان به د افغانستان له خلکو، په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي او د افغانستان د اقتصادي او سیاسي تدریجي ادغام ملاتړ به په نړیواله ټولنه کې وکړي.»

د نړیوالو چارو یو شمېر شنونکي وایي چې د منځنۍ آسیا هېوادونو په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې د افغانستان په اړه لا فعاله ونډه ولري.
د دوی په خبره، د سیمې د هېوادونو له‌خوا د افغانستان د ثبات ملاتړ کولی شي د سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو لپاره لا زیاته زمینه برابره کړي.

د نړۍوالو اړیکو شنونکی، سیدبلال احمد فاطمي وایي: «د منځنۍ اسیا هېوادونو خپلې اړیکې د کونسلۍ په کچه ساتلې دي او له افغانستان سره یې ګڼ اقتصادي تړونونه لاسلیک کړي؛ خو لا هم افغانستان یې هغسې چې اړتیا ده، په رسمیت نه دی پېژندلی.»

سیاسي شنونکی، عنایت‌الله همام هم بیا وایي: «که د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له لارې له سویلي اسیا سره ونښلول شي، د سیمې په جیوپولیټیک کې به لوی بدلون رامنځته شي؛ ځکه د دوی پر چین او روسیې تکیه به کمه شي.»

بل‌خوا، د اسلامي امارت ویاند د قرغیزستان د ولسمشر له څرګندونو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې اسلامي امارت هم له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت و ویل: «موږ د قرغېزستان د ولسمشر له دریځه هرکلی کوو. نور هېوادونه هم باید دا حقیقت درک کړي چې افغانستان د سیمې په ثبات کې مهم رول لري او د سولې، ثبات او خپلو مسوولینو د ترسره کولو لپاره ژمن دی.»

دا په داسې حال کې ده چې قرغیزستان له هغو لومړنیو هېوادونو و چې د ۱۴۰۳ کال د غبرګولي په میاشت کې یې د افغانستان د اسلامي امارت نوم د خپلو ممنوعه ډلو له نوملړه لرې کړ.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "جباروف: د منځنۍ اسیا د امنیت لپاره د افغانستان ثبات حیاتي دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*