جذب داعشیان مادی پرست

4
4

مادی پرسته داعشیان د مادیاتو او پیسو څخه د جلب او جذب لپاره کار اخلي.

په تیرو وختونو کې مو په دې خبرې وکړې چې داعش څنګه د نړی په بیلابیلو سیمو کی له بیګناه او ملکی بزګرانو او سوداګرو څخه په زوره پیسی اخلي. نن به په دې اړه خبرې وکړو چې داعش څنګه د نړۍ له جنګ ځپلو سیمو څخه د بې روزګاره، بې وزله او نالوستو ځوانانو د جلب او جذب لپاره د مادیاتو او پیسو څخه کار اخلي.

د ډیرو نورو بیلابیلو میتودونو په مینځ کې، د داعش لخوا د زیان منونکو ځوانانو د استخدام لپاره یو له خورا بدنامه طریقو څخه د مادیاتو او پیسو په وسیله جلب او جذب دی. له فقر او بېکارۍ څخه ډکې سیمې کې د داعش مالي هڅونه د شریر مادی پرسته خوارج لخوا په خورا ناوړه توګه کار اخیستل کیږي. پداسې حال کې چې د داعش تبلیغات د مذهبي متن غلط تفسیر کوي او ادعا کوي چې مذهبي انګیزې د دې لامل کیږي چې خلک له داعش سره یوځای سي، خو حقیقت بیا بل څه ښیي. د مادی پرسته داعش اکثره نیول سوي جنایتکاران له داعش سره د یو ځای کیدو اصلي او ځینې وخت یوازینی لامل د پیسو انګیزه یادوي. دوی ادعا کوي چې دوی ګمراه سوي وه او داعش د دوی په سیمه کې له بې وزلۍ او بی روزګارۍ ګټه پورته کړې.

داعش د منځنۍ اسیا بې روزګاره، بې وزله او نالوستو ځوانانو ته د درواغوجنو هیلو د ورکولو لپاره د مذهب او پیسو څخه د یوی ترکیبی انګیزی کار اخلي.که چیری پام وکړو نو د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د منځنۍ اسيا ډېری هېوادونه د کمزوري اقتصاد او د ديني زده کړو له محدوديتونو سره په تيارو کې پاتې سول. د بېلګې په توګه، په افغانستان او نړۍ کې د داعش ډېری وروستي جنایتکاران چی نیول سوي یا وژل سوي دی نو اکثرا یی د تاجکستان اتباع دي.

تاجکستان چې له لسو میلیونو څخه کم نفوس لري په روسیه او د نړۍ په نورو هیوادونو کې تر دوه میلیونو ډیر مهاجر کارګران لري. دغه ځوانان چې زیاتره یې له غریبو کورنیو څخه دي، د مالي موخو لپاره مهاجرتونه کوي. داعش د دغو مهاجرینو له ناوړه مالي وضعیت څخه ګټه پورته کوي او دغو ځوانانو ته مالي وعدی او په درواغو د مذهبي نجات لپاره غلطی هیلی را پاروي.

هغه طریقه چې داعش د دغو مهاجرینو د استخدام لپاره کاروي په لومړی سر کی مادی وعدی وي او بیا وروسته دغه ځوانان تر دماغی مینځلو تیریږي چی د نظامی عملیاتو لپاره تیار سي. بیا وروسته له دوی څخه ځانمرګي او چریکیان جوړیږي. ډیری دا استخدام سوي، چې یوازې هدف یی د پیسو لاسته راوړنه ده داعش ته جذب سوي، وروسته بیا پښیمانه وی او تر پخوا ډیر د بد حالت سره مخ سي. ځکه چي د داعش ډلې مشران که چیری په دوی پوه سی چی ددوی فکر تغیر کړی او د داعش څخه تيښته کوی نو زندانی او شکنجه کوی يي.

د یادولو وړ ده چې د داعش دغه مالي انګیزی کله نا کله بعضی بډایه خو وږسترګی سرمایه داران هم د داعش لومي ته غورځوي. په هر صورت، د منځنۍ اسیا د هېوادونو بې وزله او نالوستي ځوانان د داعشی ځناورو د ښکار اسانه قربانیان دي. د داعش د نیول شویو ورستیو مجرمینو د خبرو پر اساس دوی یوازی د مادیاتو او پیسو لپاره د داعش سره یوځای کیږي. او دا خبره خپله ددی ثبوت دی چی داعش څنګه د منځنۍ اسیا او په ځانګړې توګه د تاجکستان له بې وزله ځوانانو څخه د پیسو او مادیاتو له طریقي د جلب او جذب لپاره کار اخلي.

په ټولیزه توګه داعش د خپل موجودیت د ساتلو لپاره د نړۍ په جګړه ځپلو سیمو کې له اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو تشو څخه ګټه پورته کوي. د منځنۍ اسیا له هېوادونو بې وزله، ناپوه او نا امیده ځوانان د داعش طبیعي ښکار ګرځېدلي دي. پداسې حال کې چې د نړۍ په نورو برخو کې هم غربت سته ،خو د داعش لخوا د مذهبی او مالی ترکیبی انګیزه جوړونی څخه استفاده او د دیني متنونو ناسم تفسیر د بې وزلو او نالوستو تاجک ځوانانو د استخدام لپاره یوه اغیزمن لاره بلل سوی ده چی باید مخه یی ونیول سي.

شریک یي کړئ

لومړی نظر وکړئ on "جذب داعشیان مادی پرست"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*