
ختیځو ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره د نړیوالو د مرستو دوام
د کونړ ولایت له مرګونې زلزلې د نږدې دوو میاشتو په تېرېدو سره، د ګاونډیو، سیمې او نړۍ د هېوادونو لخوا د دې پېښې زیانمنو ته د مرستو بهیر لا هم دوام لري.
تازه د عمان سلطنتي هېواد زلزله ځپلو ته ۱۰۰ ټنه بشري مرسته په پام کې نیولې او د دغو مرستو لومړۍ جوپه تېره ورځ (چهارشنبه) د کابل په هوايي ډګر کې د اسلامي امارت مسوولانو ته وسپارل شوه.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وارت د پلان او پالیسۍ معین شرف الدین مسلم و ویل: « هغوی له ۱۰۰ ټُنه زیاتې مرستې کړې دي، چې دا مرستې په لسو الوتکو کې لېږدول کېږي. دا مهال یوه الوتکه راغلې ده چې لس ټُنه مرستې پکې دي، او دا مرستې د خوراکي او غیر خوراکي توکو څخه جوړې دي.»
د افغانستان اسلامي امارت مسوولان ټینګار کوي چې دا مرستې به په روڼتیا سره د کونړ پر زلزله ځپلو ووېشل شي.
د وروستۍ زلزلې زیانمنو ته د مرستو رسولو کمېټې مسوول وايي، د ژمي موسم په رارسېدو او په دې ولایت کې د کورونو پراخې ویجاړۍ په پام کې نیولو سره، د ویجاړو شویو کورونو د بیا رغونې بهیر پیل شوی او هڅه کېږي چې دا بهیر په لنډه موده کې بشپړ شي.
ښاغلي مسلم زیاته کړه: « سرپناه یوه اړینه اړتیا ده چې موږ باید برابر یې کړو. دا مهال له ډېری خیریه بنسټونو، ادارو او هېوادونو سره په خپلو غونډو کې دا ستونزه مطرح کوو؛ ځکه دا یوه جدي ستونزه ده چې موږ ورسره مخ یو.»
د اقتصادي چارو شنونکي وايي، په اوسنیو شرایطو کې د زلزلې زیانمنو ته سمدستي پاملرنه باید د حکومت په لومړیتوبونو کې وي او مرستې باید په عادلانه توګه هغو کسانو ته ووېشل شي چې په ریښتیا اړمن دي.
د اقتصادي چارو شنونکی میر شکیب میر وایي: « د ختیځو ولایتونو د زلزلهځپلو کورنیو ته د مرستو رسېدل یوه اړتیا او اخلاقي مکلفیت دی؛ ځکه که چیرې دا کورنۍ د ژمي له راتګ سره سرپناه ونه لري، نو ستونزې به یې نورې هم زیاتې شي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې چین، ایران، ازبیکستان، ترکیې، قزاقستان، قرغزستان، اروپايي ټولنې، متحده عربي اماراتو، قطر، هند او پاکستان هم د افغانستان دوروستۍ زلزلې زیانمنو ته بشري مرستې را استولې دي.
لومړی نظر وکړئ on "ختیځو ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره د نړیوالو د مرستو دوام"