
خلیل ارسلاني د پاکستاني سیال پر وړاندې سیالۍ ته چمتووالی نیسي
د افغانستان د ازادو سیالیو ځوان لوبغاړی، خلیل ارسلاني د سختو تمریناتو له لارې ځان د خپل پاکستاني سیال پر وړاندې یوې مهمې سیالۍ ته چمتو کوي.
دغه ۱۹ کلن افغان ورزشکار د فواد بدخشي تر څارنې لاندې پر خپلو بېلابېلو مهارتونو کار کوي، څو په قفس کې خپل سیال په هر حالت کې کنټرول کړي او هېواد ته بری وګټي.
ارسلاني تر دې وړاندې درې ځله له پاکستاني او ایراني سیالانو سره مخ شوی او ټولې سیالۍ یې د افغانستان په ګټه پای ته رسولې دي.
خو د ځینو کوربه هېوادونو د ویزې ستونزو له امله یې ځینې نړۍوالې سیالۍ له لاسه ورکړې دي.
ارسلاني په راتلونکې سیالۍ کې د ۶۱ کیلوګرام وزن په کتګورۍ کې، د اسلاماباد په ښار کې د یوې معتبرې رزمي ادارې تر چتر لاندې، له خپل کوربه سیال سره مخامخ کېږي.
ارسلاني له سختو تمرینونو وروسته د مینهوالو، په ځانګړي ډول د حکومت، د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د هغه روزونکي فواد بدخشي د ارسلاني وړتیاوې او د غبرګون چټکتیا ستایلې او ټینګار یې کړی چې دا مبارزه به د محاسبې شوې ستراتیژۍ او تخنیکي مهارتونو له لارې د افغانستان په ګټه پای ته ورسېږي.
ورته مهال، یو شمېر نورو ورزشکارانو بیا له خلیل ارسلاني، د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د خلیل پاکستاني سیال چې په خپلو وروستیو اتو سیالیو کې یې اووه بریاوې او یوه ماتې ثبت کړې، د ارسلاني لپاره یو جدي ننګونه بلل کېږي.
خو ارسلاني د خپلو مسلکي تمرینونو په ترسره کولو سره چمتو دی، څو د روان میلادي کال په اپرېل میاشت کې د ازادو سیالیو په قفس کې د خپل پاکستاني سیال پر وړاندې یوه په زړه پورې او تاریخي سیالي وکړي.
لومړی نظر وکړئ on "خلیل ارسلاني د پاکستاني سیال پر وړاندې سیالۍ ته چمتووالی نیسي"