
خوست کې د «البدر» په نوم ۵۰ بستریز روغتون پرانیستل شو
د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراجالدین حقاني په خوست کې د «البدر» په نوم د یوه نوي ۵۰ بستریز روغتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، اسلامي امارت له هېچا سره پخوانۍ دښمني نه پالي او له نړیوالې ټولنې هم غواړي چې له افغانستان سره دوستانه اړیکې وساتي.
حقاني له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې هغه لګښتونه چې پخوا پر جګړو کېدل، اوس دې د افغانستان پر بیارغونې او بشري برخو ولګوي.
د کورنیو چارو وزیر وویل: «نړیوالو ته هم زموږ پیغام دا دی چې په بشري او خیریه چارو کې د ولس د بېوزلۍ او نورو ستونزو د هواري لپاره هڅه وکړي. اوس مهال سیاست داسې شوی چې د ترحم ماده پکې له منځه تللې ده.»
نوموړي دغه راز له روغتیاپالانو وغوښتل چې خپل مسلکي ظرفیت لوړ کړي او له ناروغانو سره د ښه چلند له لارې پر کورني روغتیايي سکټور د خلکو باور زیات کړي، څو هېوادوال د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته له تګ څخه ډډه وکړي.
حقاني وویل: «متخصصینو، ډاکټر صاحبانو او وروڼو! هڅه وکړئ چې په خپل ښه او نېک چلند د روغتیايي سکټور په اړه د ملت باور ترلاسه کړئ.»
په همدې حال کې، د کورنیو چارو وزیر په سپارښتنه د یوه خیریه بنسټ له لوري د یو نیم میلیون ډالرو په لګښت د «البدر» په نوم ۵۰ بستریز روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د خوست د عامې روغتیا رییس اختر محمد عکرمه وايي، دغه روغتون په عصري وسایلو او متخصصو ډاکټرانو سمبال دی او د نیوروسرجري تر ولادي خدمتونو پورې بېلابېلې څانګې به پکې فعالې وي.
هغه وویل: «په دې روغتون یو نیم میلیون ډالر لګښت شوی، مجهز وسایل او متخصص ډاکټران لري او هېوادوالو ته به ۵۰ سلنه وړیا خدمتونه وړاندې کوي.»
د البدر روغتون مسوول ظاهر وقاص وايي، اوسمهال په روغتون کې نهه څانګې فعالې دي چې د ماشومانو، عمومي داخله، عمومي جراحي، ولادي، غاښونو او ارتوپیدي څانګې هم پکې شاملې دي.
د روغتون د مسوولانو په وینا، ۵۰ سلنه روغتیايي خدمتونه به وړیا وي او له پاتې خدمتونو ترلاسه کېدونکي عواید به د روغتون پر تجهیز او د کارکوونکو پر لګښتونو مصرف شي.
د خوست یو شمېر اوسېدونکي د دغه روغتون پرانیستل په ځانګړې توګه د بېوزله ناروغانو لپاره مهم بولي.
د خوست اوسېدونکي عبدالحلیم وویل: «هغه بېوزله ناروغان چې په شخصي روغتونونو کې د لوړ لګښت له امله درملنه نه شي کولی او په دولتي روغتونونو کې ورته امکانات نشته، دلته به ورته د درملنې زمینه برابره شي.»
د کورنیو چارو وزیر د روغتون له مسوولانو غوښتي چې د خلکو اقتصادي وضعیت ته په پام، هڅه وکړي چې د دغه روغتون ټول روغتیايي خدمتونه وړیا کړي.
لومړی نظر وکړئ on "خوست کې د «البدر» په نوم ۵۰ بستریز روغتون پرانیستل شو"