خوست کې د یوې کورنۍ غړو د وژنې په تور د پنځو تنو نیول کېدل

د خوست په علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ کې د ۱۳ وژل شویو کسانو د کورنۍ غړي د عدالت او په دغې پېښه کې د ټولو ښکیلو کسانو د نیولو او مجازاتو غوښتنه لري.

د روانې سلواغې مياشتې په نهمه نېټه د سې شنبې شپه د خوست د علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ کې د عارف په نوم د دغه ځوان د کورنۍ دیارلس غړي په ډزو وژل شوي دي.

عارف او د کورنۍ غړي یې له اړونده مسوولینو د عدالت ټینګښت او دغې پېښې کې د ټولو ښکېلو کسانو د نیولو او ورته د مجازاتو ورکړې غوښتنه لري.

د وژل شويو د کورنۍ غړی، عارف وايي: دا کوم کسان چې یې نیولي دي، موږ ته یې تر اوسه نه دي په ډاګه کړي، دولت نه مو غوښتنه ده چې سمه څېړنه وکړي او چا چې دا کار کړی وي، که په مصلحت وي او که ورغلي وي باید په سزا ورسیږي.

د وژل شويو د کورنۍ غړی، محمد یوسف هم وايي: که مجرمین قاتلین چې دي هغه ونیسي او له هغوی سره چې کوم همکاران دي لکه چا لار ورکړې، چا اوبه ورکړي. هغه باید ټول ونیول شي.

د وژل شويو د کورنۍ غړی، ولي خان بیا وايي: باید دوی ته سمه سزا ورکړ شي. ټول مسلمانان یو انسانان یو په دې پوهیږو. یانې په خدای که زموږ تره له چا سره بد کړي وي او یا یې ورسره وو. 
 
خو د خوست امنیه قومندان د یادې بوږنوونکې پېښې په تړاو د پنځو کسانو له نیولو خبر ورکوي.

د هغه په خبره د نیول شویو له ډلې درې کسانو چې یو پلار او دوه زامن دي پر خپل جرم اعتراف کړی دی؛ خو د دغې ډله ییزې وژنې انګیزې په تړاو څېړنې روانې دي.

د خوست امنيه قومندان، عبدالله حماد بیا په دې اړه وايي: تر اوسه تحقیقات جریان لري. سړی داسې مکمله خبره نشي کولای. خو دوی وايي چې ۳۰ کاله مخکې یې ورور وژل شوی دی. نو دغه خلکو په هغه قتل کې لاس درلود. دا منګل نامی ډېر وحشي قاتل سړی دی، نور مړي یې هم داسې کړې دي. 

د خوست امنيه قومندانۍ مسوولین دغه راز زیاتوي چې ددغې پېښې په تړاو یې پلټنې روانې دي او پکې ښکېل ټول کسان به تر نیولو وروسته د قانون منګولو ته وسپاري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "خوست کې د یوې کورنۍ غړو د وژنې په تور د پنځو تنو نیول کېدل"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*