د ا.ا. له بیا راتګ څخه تر اوسه افغانستان سره ۶.۷ میلیارد ډالر بشري مرسته شوې– اوچا

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په یو تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د ا.ا. له بیا راتګ وروسته له افغانستان سره د شاوخوا ۶.۷ ملیارد ډالر بشري مرسته شوې ده.

اوچا په دې راپور کې چې د یکشنبې په ورځ، جنوري ۱۲ (مرغومي ۲۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې خپور شوی ویلي له افغانستان سره دا مرستې په داسې حال کې شوي چې په دغه هېواد کې له لسیزو راهیسې د سخت اقتصادي زوال، د خوړو د خوندیتوب نشتوالي، وچکالۍ او د روغتیايي سیستم د سقوط له امله تر ټولو سخت بشري ناورین لا هم دوام لري.

خو دغې ادارې ویلي چې په دې موده کې د شویو مرستو له امله د خلکو په ژوند کې د پام وړ پرمختګونه راغلي‌ دي او زیاته شوې چې “په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې ۲۹.۲ میلیونه خلکو مرستې ته اړتیا درلوده. له هغه وخت راهیسې، وضعیت ثبات موندلی، د خوړو خوندیتوب، روغتیا پاملرنې، تعلیم، ساتنې، روغتیا ساتنې او سرپناه په څیر مهمو سکتورونو کې پرمختګونه لیدل شوي دي.”

د دې ادارې د معلوماتو په اساس دا مرستې په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب، د ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې، روغتیا او د سرپناه برابرولو په برخو کې لګول شوي دي.

اوچا اندېښنه ښودلې چې افغانستان لا هم د طبیعي پیښو، اقلیم بدلون او روانو جیوپولیتیک کړکیچونو په وړاندې خورا زیانمنونکی هېواد دی.

په افغانستان کې د اقلیمي بحران په وړاندې د بیړني اقدام اړتیا

د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې په دې راپور کې ویلي چې لا هم افغانستان د اقلیم له بحران سره مخ دی او د مخنیوي لپاره یې بیړني اقدام ته اړتیا ده.

دغې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د اقلیم د بحران له امله د وګړو ژوند او معیشت له جدي ګواښ سره مخ دی او دا مسله بشري مرستو ته د افغانانو اړتیاوې زیاتوي.

اوچا ویلي سره له دې چې افغانستان د نړۍ د مضرو ګازونو په تولید کې ډېره لږه (۰،۰۱ سلنې څخه کمه) ونډه لري خو یو له هغو لسو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم له بدلون څخه ډیر اغیزمن دی او هر کال د سختو موسمي پیښو سره مخ کیږي.

په دې راپور کې راغلي چې په افغانستان کې اوږدمهالې وچکالۍ د دې هېواد د وګړو معیشت چې تر ډېره په کرنې ولاړ دی سخت زیانمن کړی دی او لا هم د شاوخوا ۶۰ سلنه وګړو د خوړو امنیت چې تر ډېره د للمې پر کرنې تکیه لري له ګواښ سره مخ دی.

اوچا همداشان ویلي چې د اقللیم بدلون په افغانستان کې د واورو زیرمې له منځه وړي او اوبو ته یې په ځانګړې توګه په ښاري سیمو کې د خلکو لاسرسی کم کړی دی.

په راپور کې راغلي:‌ “ځمکې پر دښتو بدلېږي، په شمالي، لویدیځو او جنوبي سیمو کې له ۷۵ فیصده زیاتې ځمکې اغیزمنې شوې دي (په دغو سیمو کې وچکالي) لا هم ځمکې خرابوي او د کرنې حاصلات اغیزمنوي…فقر او بې ځایه کیدل مخ په زیاتیدو دي او کورنۍ د ژوندي پاتې کیدو لپاره کډوالۍ ته اړ کیږي.”

دغې ادارې په راتلونکې کې د نړیوالې ټولنې په تمویل کې د کموالي له امله اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي: “داسې اندیښنې شته چې په تیرو درېیو کلونو کې ترلاسه شوې لاسته راوړنې ښايي بیرته له شاتګ سره مخ شي، په ملیونونو افغانان یو ځل بیا زیانمن شي.”

اوچا ویلي بشري بنسټونه حساب ورکولواو کیفیت لرونکو مرستو رسولو ته ژمن دي او له نړیوالو تمویلوونکو څخه یې غوښتي چې د بحران په لور د بیرته تګ د مخنیوي لپاره له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ا.ا. له بیا راتګ څخه تر اوسه افغانستان سره ۶.۷ میلیارد ډالر بشري مرسته شوې– اوچا"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*