د ا.ا. په زندان کې د افغان الاصله امریکايي وګړي محمود شاه حبیبي ورور فاکس نیوز ته ویلي چې د خپل ورور حالت ته اندېښمن دی.
احمدشاه حبیبي وویل، سپینه ماڼۍ، د بهرنیو چارو وزارت او یو شمېر سناتوران د «محمود کور ته د راوستلو لپاره ډېر کار کوي.»
محمودشاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګسټ په ۱۰ مه د «ای ار ایکس مخابراتي شرکت» له ۲۹ نورو کارکوونکو سره ونیول شو.
د مخکیني افغان حکومت د ملکي هوايي چلند د ادارې مشر حبیبي یوه ورځ وروسته له هغه ونیول شو چې د کابل په شیرپور کې د القاعده پخوانی مشر ووژل شو.
ا.ا. دغه شرکت تورن کړی چې د ایمن الظواهري په نښه کولو کې یې د امریکا له حکومت سره مرسته کړې، خو دغې ډلې د حبیبي نیول کېدل نه دي منلي.
احمدشاه حبیبي له فاکس نیوز سره په مرکه کې دا خبره رد کړه چې ورور یې د الظواهري په برید کې لاس درلود او ویې ویل چې ورور یې ا.ا. ځکه نیولی چې په تېر حکومت کې یې کار کړی او د امریکا تابعیت لري.
هغه وویل چې هغه په افغانستان کې د سرچینو څخه معلومات لري چې محمود ژوندی دی، خو «د هغه د اوسني حالت په اړه ډاډه نه و.»
د محمود شاه حبیبي ورور زیاته کړه چې کورنۍ یې د هغه د خلاصون لپاره د بهرنیو چارو وزارت، سپینې ماڼۍ، د کلیفورنیا، نیوجرسي او ویرجینیا له سناتورانو او استازو سره کتلي دي.
د احمدشاه په وینا، د هغه ورېندارې د خپلې وړې لور د پالنې لپاره د طب ښوونځی پریښود.
هغه وويل: «یوازې محمود په زندان کې دى، خو زموږ ټوله کورنۍ هم د هغه په څېر زنداني ده.»
تر دې مخکې د امریکا د څېړنو فدرالي ادارې ویلي و چې د هغه په اړه معلومات نه لري، خو د واشنګټن د ایفبيای د دفتر مرستیال ویلي چې د هغه کورنۍ ته د بېرته ستنولو لپاره ډېر کار کوي.
که څه هم ا.ا. تر اوسه پورې د حبيبي نيول کېدل نه دي منلي، خو د ا.ا. وياند ذبيح الله مجاهد په دې وروستيو کې ويلي و، چې له امريکايي استازو سره يې د بنديانو د تبادلې په اړه خبرې کړې دي.
مجاهد ویلي چې امریکا باید د خپلو وګړو د خلاصون په اړه د دوی غوښتنې ومني چې په کې د ګوانتانامو له زندانه د طالب بندي مهاجر افغان خوشې کول هم شامل دي.
لومړی نظر وکړئ on "د ا.ا. په زندان کې د افغان-امریکايي ورور وايي چې حبیبي ژوندی دی خو هغه ته اندېښمن دی"