تورخم کې د کډوالو د اداري کمپلکس چارې ۹۰ سلنې بشپړې شوې دي

Photo: Assad Tonali

د ننګرهار په مومندرې کې له پاکستانه په جبري ډول راستنېدونکو ته د اداري کمپلیکس جوړولو چارې ٩٠ سلنې بشپړې شوې دي.

د مسوولینو په خبره، دغه کمپلکس پر دوه نیم زره متره مربع ځمکه جوړیږي او ۶۷ خونې لري چې په جوړېدو به یې تازه راستنېدونکو ته اړینې سانتیاوې برابرې او کارونه به یې د څو ورځو پرځای په ساعتونو کې بشپړیږي.
                                                                            
د کمپلیکس پروژې مسوول، بابرشاه حنیف و ویل: «د دغه اداري کمپلکس ودانۍ ۶۷ خونې لري چې په ۲۵۰۰ متر مربع ځمکه کې جوړېږي، په دغه کمپلکس کې ټول د اړتیا وړ امکانات شته، چې بودیجه یې خپله د ملي پراختیا شرکت ورکړې او د ریاست الوزرا اداري مرستیال په لارښوونه جوړېږي.»

تورخم ښارګوټي کې د عمري کډوالو لنډمهالي پنډغالي مسوول، محمد هاشم میوندوال و ویل: «زموږ دولس ګونو کمېټو نماینده ګۍ به هم هلته وي او د موسساتو نماینده ګۍ به وي، شاوخوا ۲۸ یا ۳۰ خونې مو یوازې موسساتو ته ځانګړې کړي.»

په همدې حال له پاکستانه په جبري ډول را ایستل شوي ځینې کډوال وايي، د دغه اداري کمپلکس جوړېدو سره به کډوال د راستنېدو پر مهال له لالهاندۍ وژغورل شي.

له پاکستانه را ایستل شوي، شوکت خان و ویل: «یوه اداره یو ځای کې ده، بله اداره بل ځای کې ده، کله یو ځای ته منډې وهو، کله بل ځای ته، موږ غواړو چې دا کمپلکس ژر جوړ شي او مونږ ته اسانتیا برابره شي؛ ځکه ګرمي هم ډېره زیاته ده.»

له پاکستانه بل را ایستل شوي، نصیر و ویل: «که چېرته دا ټولې ادارې په یو ځای شي؛ نو دا ټول کار به په یو ځای کیږي؛ ځکه ګرمي هم زیاته ده او مونږ هم ډېر په تکلیف یو.»

له پاکستانه په جبري ډول د افغان کډوالو ایستلو دویمې څپې له پیل سره سم د سرپرست حکومت له لوري د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تازه راستنو شویو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "تورخم کې د کډوالو د اداري کمپلکس چارې ۹۰ سلنې بشپړې شوې دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*