د اذربایجان په باکو کې د ۱۳م نړۍوال ښاري فورم پیل

💬0

د اذربایجان په باکو کې د ۱۳م نړۍوال ښاري فورم پیل

دغه نړۍواله غونډه چې د ملګرو ملتونو د استوګنې څانګې او اذربایجان دولت له لوري جوړه شوې، د روان زیږدیز کال د مې تر ۲۳مې پورې به دوام وکړي او “د نړۍ لپاره سرپناه؛ ښارونه او د ټولنې پایښت” تر سرلیک لاندې به ترسره شي.

نن (یکشنبه) د غونډې په لومړۍ ورځ د قطر د ښاروالۍ وزیر وویل: «د قطر د دولت تجربه ښيي چې ګډه او منسجمه طرحه جوړونه د تلپاتې او انعطاف منونکو ښارونو د جوړولو اساسي بنسټ دی؛ هغه ښارونه چې د پرمختګ، انسان او چاپېریال ترمنځ د توازن ساتلو وړتیا ولري.»

دغه نړۍواله غونډه د افغان پلاوي په ګډون له نږدې ۱۸۰ هېوادونو تر ۳۲ زرو ډېر ګډونوال لري.

همدارنګه په دې غونډه کې د مکسیکو د ښاروالۍ وزیر وویل: «د بحث شوې موضوع په برخه کې د مهم رول ادا کولو لپاره باید یو تدریجي مسیر وټاکل شي، څو د بشري حقونو د اوو بنسټیزو عناصرو تضمین په ملي او محلي عامه پالیسیو کې خوندي شي.»

په دې شپږ ورځني فورم کې دولتي چارواکي، ښاروالان، نړۍوال سازمانونه، ښاري کارپوهان، د پوهنتون استادان، د مدني ټولنې فعالان او د خصوصي سکتور استازي د نړۍ د سرپناه بحران، دوامدار ښاري پرمختګ، اقلیمي بدلونونو، ځیرکو ښارونو او د مقاومو او ټول‌ګډونو ښارونو د جوړولو لارو چارو په اړه خبرې کوي.

ټاکل شوې د دې غونډې په درېیمه ورځ د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته ترسره شي، چې د افغانستان د ښاري ستونزو، د بې‌ځایه شویو د استوګنې، اقلیمي بدلونونو، ښاري خدمتونو او د ښارونو د بیارغونې په اړه به په‌کې بحث او سلا مشورې وشي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د اذربایجان په باکو کې د ۱۳م نړۍوال ښاري فورم پیل"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*