د ارزګان د چنارتو اوسېدونکي د ښوونځيو له کمښته شکایت کوي

د ارزګان د چنارتو ولسوالۍ اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې د ښوونځیو کمښت ستونزې هواري غوښتنه کوي.

دوی وايي، دې ولسوالۍ کې یوه لېسه او درې منځني ښوونځي فعال دي چې ددې ولسوالۍ د نفوسو په پرتله بسنه نه کوي.

د ارزګان د چنارتو ولسوالۍ اوسېدونکی، عبدالظاهر وايي: «زموږ په ولسوالۍ کې یوه لېسه ده چې هغه هم سږکال لېسه شوه. په ټوله ولسوالۍ کې د همدغې یوې لېسې پرته چې سږکال لېسه شوې، څو لومړني ښوونځي شته او بس. موږ دلته نور هیڅ ښوونځی نه لرو.»

د ارزګان د چنارتو اوسېدونکی، محب الله وايي: «اوس چې امن راغلی دی موږ د اسلامي امارت له مسوولینو غواړو چې په لومړي قدم کې تعلیم او تربیې سره همکاري وکړي.»

د همدې سیمې یو بل اوسېدونکی، حمیدالله وايي: «په تېرو شلو کلونو کې خو تاسې ته مالومه ده چې ټول بې زده کړو را لوی شوي دي. کله چې هغوی سره په دې تړاو خبرې کوو، نا اشنا ورته ښکاري، زده کړې د انسان اړتیا ده.»

خو سیمه‌ییز مسوولین د چنارتو ولسوالۍ په ګډون ددغه ولایت نورو ولسوالیو کې د نویو ښوونځیو جوړولو ډاډ ورکوي.

د ارزګان د والي ویاند، اغا ولي انعام و ویل: «په دې تړاو د پوهنې وزارت هڅې له بهرنیو همکارانو سره دوام لري. چې په دې ولسوالۍ کې ښوونځی پرانیستل شي. د دې ولسوالۍ ترڅنګ په نورو ولسوالیو کې هم هڅې دوام لري.»

د سیمه‌ییزو مسوولینو د معلوماتو پربنسټ دا مهال د ارزګان مرکز ترینکوټ ښار او ځینو ولسوالیو کې د باکیفیته زده کړو ته د لاسرسي په موخه د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف په مرسته د شل ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې روانې دي، چې د روان لمریز کال ترپایه به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د ارزګان د چنارتو اوسېدونکي د ښوونځيو له کمښته شکایت کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*