نن د اشارې ژبې نړۍواله ورځ ده

1
0
Photo: Erin With

نن د اشارې ژبې نړۍواله ورځ ده

رنګونه یو له بل سره ګډوي څو  بې‌رنګه انځورونه رنګین کړي.

دی له هنر سره مینه لري څو د ژوند ښکلاوې د اشارې د ژبې ترڅنګ د خپل هنر له لارې هم څرګندې کړي. 

 زده‌کوونکی، معشوق وايي: «زه هر کال ښوونځي ته راځم، درس وایم. چې زده کړې وکړم ولاړ به شم هلته به تحصیل وکړم.»

په داسې حال کې چې نړۍ د سپټمبر ۲۳مه د اشارې ژبې د نړیوالې ورځې په توګه نمانځي، یو شمېر کاڼه یا ناشنوا ځوانان له هغه څه شکایت کوي چې په ټولنه کې یې ځورول بولي.

میوند، زده‌کوونکی  هم وايي: «موږ نن خبر شو چې د نالیدوونکو نړۍواله ورځ ده. د اشارې نړۍواله ورځ ده خو زه پرې هیڅ پوه شوی نه یم. او اشارې هم پکې لاندې لیکل نه درلودل.

نورالرحمن عزیزي چې د یوه استاد ترڅنګ ناست دی او خپلې خبرې د لاسونو په اشارو بیانوي، د کابل پوهنتون د هنرونو له پوهنځي فارغ شوی او اوس ډېر زده کوونکي لري.  دی له اسلامي امارته غواړي چې د دوی لپاره د بېلابېلو دندو فرصتونه برابر کړي. 

د کابل د ناشنوایانو مسلکي انسټیټیوټ سرښوونکی، عبدالحمید باقري هم په دې اړه داسې وايي: «زما غوښتنه دا ده چې حکومت دوی ته پاملرنه وکړي. یوازې دا نه ده چې انسټیټوټ کې شامل شي. دوی لپاره دې پوهنتونونو ته تګ زمینه هم برابره کړي.»

د سپټمبر ۲۳مه د اشارې ژبې د ورځې په توګه نمانځل کېږي، ځکه چې په ۱۹۵۱ کال کې په همدې نېټه د ناشنوایانو نړیواله فډراسیون تاسیس شو. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په ۲۰۱۷ کال کې دا ورځ په رسمي توګه په نړیوال کلیز کې شامله کړه څو د اشارې ژبې اهمیت د ژبني او کلتوري تنوع د یوې برخې په توګه وښودل شي، د ناشنوایانو د حقونو پر اهمیت ټینګار وشي چې دوی ته په اشارې ژبه د زده‌کړو، عامه خدمتونو او معلوماتو ته د لاسرسي حق ورکړل شي، او دولتونه او نړیوالې ادارې وهڅول شي چې د اشارې ژبه په خپلو قوانینو او ښوونیزو او خدماتي پروګرامونو کې په رسمیت وپېژني. 

منبع

لومړی نظر وکړئ on "نن د اشارې ژبې نړۍواله ورځ ده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*