د افغان-ټرانس پروژې پر اهمیت د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار

Photo: Yulia Kosolapova

د افغان-ټرانس پروژې پر اهمیت د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار

د اوزبیکستان بهرنیو چارو وزیر نوې ډیلي کې د منځنۍ اسیا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د سیمه ییز اتصال په برخه کې د افغان-ټرانس پروژې پر اهمیت ټینګار کړی دی.

بختیار سعیدوف ویلي چې دغه دهلیز کولی شي د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ تر ټولو لنډه ټرانسپورټي لار اوسي او د سیمه ییزې سوداګرۍ او اقتصادي تبادلې پراختیا ته لار هواره کړي.

هغه پر ​​هند هم غږ کړی چې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ په ټرانسپورټي پروژو کې برخه واخلي.

بختیار سعیدوف و ویل: «د ټرانس-افغان دهلیز د هند سمندر ته د مستقیم لاسرسي له لارې، زموږ لپاره ستر ظرفیت برابروي. د دې لارې پراختیا او له نورو سیمه‌ ییزو دهلیزونو سره یې نښلول، کولای شي له ځنډ پرته د ټرانسپورټي اتصال زمینه برابره کړي او د سوداګرۍ او اقتصادي تبادلې د غوړېدو لامل شي.»

د ټولګټو وزارت وایي، د ۵۷۳ کیلومترو په اوږدو دغه پروژه چې د افغانستان له خاورې تېریږي، اسلامي امارت یې پلي کولو ته ژمن دی. 

د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس و ویل: «د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت د دغې پروژې د فعال غړي هېواد په توګه تر دې وړاندې په بېلابېلو هېوادونو د دې پروژې د پلي کولو په موخه غونډو کې ګډون کړی او راتلونکي کې به هم دغه راز غونډو کې ګډون وکړي.»

د اقتصادي چارو شنونکي هم د افغان-ټرانس پروژې پلي کېدل د سوداګرۍ، ټرانزیټ او د سیمه ییزو‌ همکاریو د پراختیا لپاره مهم بولي.

د اقتصادي چارو شنونکي، میر شاکر یعقوبي و ویل: «افغان-ټرانس پروژه سیمه کې د تېر پرتله د افغانستان د اقتصادي اهمیت د پیاوړتیا او له ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د کچې لوړولو سربېره د ګاونډیو هېوادونو پر څو محدودو بندرونو د افغانستان اتکا کموي او د نړۍ سترو بازارونو او بندرونو ته د افغانستان لاسرسی اسانوي.»

د دې پروژې موخه د مرکزي او سویلي اسیا او د نړۍ د نورو سیمو ترمنځ د توکو لېږد رالیږد دی، چې لګښت یې له ۴.۸ تر ۷ میلیارده ډالرو اټکل شوی او تمه ده چې تر ۲۰۲۷ زېږیز کاله بشپړه شي.

منبع

1 Comment on "د افغان-ټرانس پروژې پر اهمیت د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*