د افغان ځانګړو ځواکونو سلګونه سرتېري د بریتانیا له ‘خیانت’ وروسته افغانستان ته د ستنولو له ګواښ سره مخامخ دي

بي‌بي‌سي ته مالومه شوې شاوخوا ۲۰۰ افغان ځانګړي ځواکونه سرتېري چې بریتانویانو روزلي او مالي ملاتړ یې کاوه، د طالبانو حکومت تر واک لاندې افغانستان ته د ستنولو له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

دا شمېر د افغان ځواکونو سرتېري د یوې شبکې له خوا راټولې شوې دي. د بریتانیا یو پخوانی پوځي جنرال وايي، له دغو افغان ځواکونو سره “خیانت” شوی او “شرم” یې بللی دی.

دغه ځواکونه پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته پاکستان ته وتلي چې اوس افغان کډوال بېرته ستنوي. بریتانیا وايي، زرګونه افغانان یې بریتانیا ته د خوندیتاب لپاره راوړي دي.

د بریتانوي ځواکونو پخوانی جنرال ریچارډ بارنس چې په افغانستان کې یې ۱۲ کاله دنده ترسره کړې، بي‌بي‌سي ته وویل بریتانیا ته د دغو ځواکونو سرتېري په را ایستلو کې پاتې راتلل “د شرم وړ خبره ده، ځکه له دې دا په ډاګه کېږي چې یا موږ دوه مخې یوو او یا یې هم د یوه هېواد په ډول یې وړتیا نه لرو.”

نوموړی وايي “یو یې هم د منلو نه ده، دا خیانت دی او د دې خیانت بیه به هغه خلک پرې کوي چې موږ سره یې خدمت کړی، هغوی به یا مري او یا به ژوند په زندان کې تېروي.”

په ۲۰۲۱ کال کې د بریتانیا پخواني لومړي وزیر بورېس جانس پارلمان ته د دغو ځانګړو افغان ځواکونه خدمتونه “خورا مهم” یاد کړل او ویلي یې وو چې بریتانیا به یې د “خوندیتوب” لپاره هغه څه وکړي چې په وس کې یې وي.

د افغان ځانګړو پولیسو د ستنولو وېره داسې مهال را پورته کېږي چې په ډاګه شوې د بریتانیا حکومت، د لوړ پوړو دیپلوماتانو او پوځي څېرو هغه غوښتنه رد کړې چې ځینو هغو مهمو ملکي افغان مشرانو ته پناه ورکړي چې ژوند یې له ګواښ سره مخامخ دی.

افغان ځانګړي ځواکونه

بي‌بي‌سي داسې شخصي لیک تر لاسه کړی چې د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت ته د ۲۰۲۰ کال په مارچ کې ا ستول شوی و.

په دغه لیک کې د هغو ۳۲ پخوانیو والیانو، څارنوالانو او چارواکو لپاره د بېړنۍ مرستې غوښتنه شوې وه چې د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۴ کالونو ترمنځ یې په هلمند کې د عملیاتو پرمهال له بریتانوي او امریکايي ځواکونو سره کار کړی و.

د هغو ۲۰۰ ځانګړو افغان ځواکونو په څېر دغو ۳۲ افغان چارواکو هم بریتانیا ته د راتګ لپاره د (اراپ) په نامه د افغانانو د میشتېدنې لپاره ځانګړي پروګرام ته غوښتنې ته سپارلې وې.

د دې پروګرام له لارې هغه افغانان بریتانیا ته راوړل کېږي چې د بریتانیا حکومت له خوا ګومارل شوي وي، او یا یې په افغانستان کې د بریتانیا له ادارو سره کړی وي او یا يې هم له نژدې ملاتړي پاتې شوي وي.

د دغو ډېری چارواکو او سرتېرو غوښتنې رد شوې دي، داسې حال کې نور بیا د پرېکړې لپاره له یوه کال ډېر په تمه دي.

یوه یې چې پخوا ولسوال و، بي‌بي‌سي ته وویل غوښتنه یې د دغه پروګرام له لارې دوه اوونۍ وړاندې رد شوې- داسې حال کې چې نژدې ۲۰ میاشتې یې وړاندې یې غوښتنه سپارلې وه.

جنرال بارنس چې بهرنیو چارو وزارت ته یې په استول شوي لیک کي لاسلیک هم کړی، وايي “موږ هغوی ته ځانګړې ژمنه ورکړې وه، او موږ یې مناسب او سم درناوی ونه کړ، آن د مهربانۍ په بڼه هم نه.”

اوږه په اوږه جګړه مو کړې

علي (اړول شوی نوم) یو له هغو افغان ځانګړو ځواکونو سرتېري دی چې له پاکستان د ایستلو له ګواښ سره مخامخ دی. هغه بي‌بي‌سي ته وویل، داسې احساس کوي چې بریتانیا له پامه غورځولی او خیانت یې ورسره کړی دی.

نوموړي چې له پنځو اولادونو او یوې ښځې سره په یوه خونه کې اوسېږي، وویل “موږ شپه او ورځ یو ځای و، د روزنې پرمهال موږ په یوه خیمه کې اوسېدو، یو ځای مو خواړه خوړل. د عملیاتو پرمهال اوږه په اوږه وو، لکه د یوې کورنۍ غړي.”

افغان ځانګړي ځواکونه

علي د افغانستان د ۳۳۳ ځانګړو پولیسو غړی و چې بنسټ یې بریتانوي ځواکو په ۲۰۰۳ کال کې اېښی و او موخه یې په دغه هېواد کې د ډېرېدونکو مخدره توکو مخنیوی و.

د ۳۳۳ او ۴۴۴ په نامه ځانګړي پولیس په چټکۍ مشهور شول او عملیاتو کې هم ډېر اغېرمن وو. دوی په “درې عدده” هم پېژندل کېدل.

ښاغلي بارنس وايي “درې عدده ځواکونه د اورپکۍ ضد عملیاتو کې د بریتانیا د ملاتړ په لومړۍ کرښه کې وو. هغو تر ټولو سخت، خطرناک او تر ټولو مهم ماموریتونه ترسره کړي چې بریتانوي ځواکونه سرتېري هم ورسره مله وو.”

کله چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان حکومت وپرځېد، د ۳۳۳ ځانګړو ځواکونه قطعه یو له هغو وه چې خپل سنګرونه یې ساتلي وو. علي او ملګري په مزار کې پر عملیاتو بوخت وو، د کابل له پرځېد وروسته نوموړی له خپلو ملګرو سره د کابل هوايي ډګر ته وخوځېدل چې بهر ته د تلو لپاره الوتکو کې ځانونو ته ځای ومومي.

خو علي د ډېرې ګڼې ګوڼې او هلته د چاودنې له امله له پرواز پاتې شو او بلاخره د سړک له لارې پاکستان ته ووت. د افغانستان د پوځ سرتېري دغه سرتیري ګومان کاوه چې له بریتانویانو سره له نژدې دوو لسیزو کار وروسته به د نوموړي لاسنیو وشي، خو “غلط” ثابت شو.

“موږ هېڅکله فکر نه کاوه چې داسې به یوازې پرېښودل کېږو، موږ ټول ګواښونه ومنل او له نړیوالې ټولنې سره مو مرسته وکړه، له ازادۍ او ازاد ژوند سره مو مرسته وکړه، خو په اخر کې هر څه سرچپه شول. دا ډېره نهیلي کوونکې ده.”

اوس چې پاکستاني چارواکو د یو اعشاریه ۷ میلیونه افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه کړې، علي وېره لري چې ښايي پاکستاني پولیس یې ونیسي او افغانستان ته یې واستوي.

“زه کار نه شم کولای، زه په یوه داسې کور کې اوسېږم، لکه زندان. پنځه ماشومان، مېرمن مې او زه- ټول د پولیسو له وېرې په یوه کوټه کې اوسېږو. موږ خپل کور له بهره قلف کړی چې څوک پوه نه شي موږ دلته اوسېږو.”

د پخوانیو افغان سرتېري د پټو مالوماتو له مخې چې بي‌بي‌سي ته رسېدلي، د علي په څېر شاوخوا ۲۰۰ ځانګړي ځواکونه په پاکستان دي چې افغانستان ته د ستنولو له سخت ګواښ سره مخامخ دي.

که څه هم د دغو ځواکونو کره شمېر مالومول ګران دي، خو مهمو بریتانوي دیپلوماتو بي‌بي‌سي ویلي، شمېر یې نږدې همدومره دي.

دا یوازې پخواني افغان ځانګړي ځواکونه سرتېري نه دي چې تر شاه پرېښودل شوي، بلکې هغه ملکیان هم پاتې شوي چې بریتانیا سره یې افغانستان کې کړې ده.

“ماسره خیانت شوی”

محمد عادل (اړول شوی نوم) په هلمند کې یو له هغو سیاسي مشرانو و چې د طالبانو ضد جګړه کې یې مهمه ونډه لرله. هلمند یو له هغو ځایونو و چې طالبانو اورپکي په کې ډېره فعاله وه او د بریتانیا شهزاد هري هم د څه وخت لپاره وخت پکې تېر کړی دی.

ښاغلي عادل له پټ ځایه بي‌بي‌سي ته وویل “کله چې زه ولسوال وم، ګڼ طالب مشرانو مو نیولي وو، هغوی اوس ازاد شوي او په لوړو څوکیو کار کوي. هغوی پوهېږي چې موږ له نړیوالو ځواکونو سره کار کاوه، همدا زما لپاره جدي ګواښ دی.”

عادل وايي، هغه کار چې دوی په ګډه کړی، اوس یې د نوموړي ژوند په خطر کې اچولی دی. طالب چارواکي تل وايي، چې “عمومي غفوه” یې کړې او چا ته “زیان نه رسوي”، خو ښاعلی عادل وايي ګڼې داسې بېلګې لري چې ملګري یې یا وژل شوي او یا هم نیول شوي دي.

نوموړی وايي، طالبانو یې په ۲۰۱۸ کال کې ورور او د تره دوه زامن هم وژلي دي او خپله هم سخت ټپي شوي و.

د بریتانیا یو پخوانی پوځي جنرال وايي، له دغو افغان ځواکونو سره "خیانت" شوی او  "شرم" یې بللی دی.

کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، نوموړی له افغانستانه یوه ګاونډي هېواد ته ووت او تمه یې دا وه چې ښايي د (اراپ) پروګرام له لارې به بریتانیا ته ولاړ شي خو غوښتنه یې دوه ځلې رد شوه.

“ما سره خیانت وشو، ما هېڅکله فکر نه کاوه چې داسې به یوازې پرېښودل کېږم.” د نوموړي غوښتنه داسې مهال ردېږي چې د بریتانیا پوځي او د یپلوماتیکو څېرو یې په یوه لیک کې ملاتړ کړی و چې نوموړي ورسره کار کړی دی او باید خوندي شي.

جنرال ریچارډ بارنس وايي “زه شخصا شرمېدلی یم، زه ژور احساس کوم چې موږ د دوی په اړه یو مسوولیت لرو چې تر سره کړی مو نه دی. دا ډېر بې منطقه خبره ده چې وايي دوی په شرایطو برابر نه دي او برخلیک یې باید طالبانو ته پرېښودل شي.”

“بشپړه بې انصافي ده”

جنرال عبدالهادي خالد چې د ۳۳۳ ځانګړو پولیسو له مشرانو وو، اوس په امریکا کې مېشت دی. نوموړي بي‌بي‌سي ته وویل د دغو ځانګړو ځواکونو د غوښتنو رد پرېکړه “بشپړه بې انصافي ده.”

نوموړی وايي، د نوموړي تر لاسه لاندې ځانګړو سرتېري ته ملاتړ مخامخ بریتانوي ځواکونو کاوه.

“د بریتانیا له حکومته مې داسې تمه نه وه….دوی ډېرې ژمنې کړې وې، خو چې هېرې یې کړي، زه څه ویلی شم؟ صداقت نه دی.”

جنرال عبدالهادي خالد وايي د ځانګړو ځواکونو د غوښتنو رد پرېکړه "بشپړه بې انصافي ده."

ښاغلی خالد زیاتوي، کله چې نور هېوادونه د افغانستان ناخوالو ته ګوري، “۱۰۰ سلنه په دې باوري یم چې خلک به څنګه پر لوېدیځ باور وکړي؟”

د بریتانیا دفاع وزارت وايي، هېواد یې ژمن دی په افغانستان کې به وړ کسانو سره مرسته کوي.

د دغه وزارت یو ویاند وايي “موږ تر اوسه شاوخوا ۲۴۶۰۰ افغانان بریتانیا ته د خوندیتابه لپاره راوړي دي. په دوی کې زرګونه کسان د هغو پروګرامونه له لارې راوستل شوي چې د افغانانو لپاره دي.”

خو له دې هر څه سره سره، علي او عادل پر هغه څه ویاړي چې د افغانستان لپاره یې له نړیوالو ملګرو سره په ګډه کړې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغان ځانګړو ځواکونو سلګونه سرتېري د بریتانیا له ‘خیانت’ وروسته افغانستان ته د ستنولو له ګواښ سره مخامخ دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*