د افغانستان د کرنې او مالدارۍ لومړی نړۍوال نندارتون له پراخ هرکلي سره مخ شو

💬0

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ لومړی نړۍوال نندارتون له پراخ هرکلي سره مخ شو

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د لومړي نړیوال نندارتون دوېیمه ورځ د لیدونکو له پراخ هرکلي سره مل وه.

په دغه نندارتون کې سلګونو کورنیو او بهرنیو شرکتونو خپل وروستي کرنیز محصولات، ماشینونه، تجهیزات او نوې کرنیزې ټکنالوژۍ نندارې ته وړاندې کړې دي.

د خصوصي شرکتونو ترڅنګ، د ملي پراختیا شرکت هم د کرنې، اوبولګولو او پراختیایي پروژو په برخه کې د خپلو فعالیتونو په معرفي کولو سره په دې نندارتون کې ګډون کړی دی.

د ملي پراختیا شرکت ویاند، نبي‌الله ارغندیوال وویل: «د کرنې په نړیوال نندارتون کې د ملي پراختیا شرکت هغه وسایل او ماشینونه نندارې ته وړاندې کړي، چې په خپلو فابریکو کې یې تولید کړي دي. په دې نندارتون کې یو شمېر هېوادوالو او پانګوالو، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو په ګډون، د ملي پراختیا شرکت له غرفې او تولیداتو څخه لیدنه وکړه.»

غرفه‌ لرونکي کامګار نواز صافي وویل: «دا چې د سوداګرۍ وزارت داسې نندارتونونه جوړوي، د کروندګرو او هغو ټولو کسانو لپاره چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې یې پانګونه کړې، ډېر اغېزناک او ګټور دي.»

لیدونکي وایي، د دې ډول نندارتونونو جوړېدل د کورنیو تولیداتو د پېژندنې، د نویو بازارونو د موندلو او د تولیدوونکو، پانګوالو او پېرودونکو ترمنځ د مستقیمو اړیکو د رامنځته کولو لپاره ښه فرصت برابروي.

ګډون کوونکي، عبدالصبور وویل: «موږ له دې نندارتون څخه لیدنه وکړه او ډېر نوي او بېلابېل محصولات مو ولیدل. ډېری دا محصولات د افغانستان کورني تولیدات دي او ډېر ښه کیفیت لري. په دې نندارتون کې کورني او بهرني پانګوال هم ګډون لري.»

بل ګډون‌کوونکي داوود وویل: «هغه څه چې زموږ لپاره د پام وړ وو، دا وو چې کورني تولیدات په ډېرو برخو کې نږدې ځان‌بسیاینې ته رسېدلي دي. د چرګانو روزنې او کرنې په برخو کې هم کورني تولیدات او تجهیزات نندارې ته وړاندې شوي وو.»

په همدې حال کې، د کرنې او مالدارۍ خونې مسؤلان وایي، دا نندارتون د کرنیزو ظرفیتونو د معرفي کولو، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او د سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه جوړ شوی دی.

د کرنې او مالدارۍ خونې د نړیوالو اړیکو ريیس، امید حیدري وویل: «نن مو وکولای شول د افغانستان او بهرنیو سوداګرو ترمنځ مهم سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړو، چې ان‌شاءالله په نږدې راتلونکې کې به د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا زمینه برابره کړي.»

دغه نندارتون د زمري له ۲۰مې تر ۲۵مې، د شپږو ورځو لپاره، د کرنې او مالدارۍ خونې له لوري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په همکارۍ په کابل کې جوړ شوی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان د کرنې او مالدارۍ لومړی نړۍوال نندارتون له پراخ هرکلي سره مخ شو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*