
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ ۳۳م نندارتون نن بادام باغ کې پیل شو
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ ۳۳م نندارتون سږ کال «پر کرنې او مالدارۍ پانګونه، د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ تر ټولو باوري لار» په شعار سره، د اسلامي امارت د چارواکو په حضور کې د کابل په بادام باغ کې پرانیستل شو.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر کرنې او مالدارۍ ته د تېرو حکومتونو پر نه پاملرنې په نیوکې سره و ویل چې دغه وزارت هڅه کوي په بېلابېلو برخو کې افغانستان د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې پر ځان بسیا کړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، عطاالله عمري و ویل: «په همدې برخه کې هڅه کوو او تاسې ته ډاډ درکوو چې انشاءالله د تېر وخت هڅې اوس خپلې پایلې ښيي. موږ هره شیبه د خصوصي سکټور ترڅنګ ولاړ یو.»
د دغه وزارت مرستیال، صدراعظم عثماني و ویل: «که دا سکټور پر ځان بسیا شي، موږ به په اقتصادي برخه کې له ۷۵ تر ۸۰ سلنې پر ځان بسیا شو.»
بلخوا، د اوبو او انرژۍ وزیر وايي، اسلامي امارت له پراخو بانکي محدودیتونو، د مرستو له کموالي او اقتصادي ستونزو سره سره، په بېلابېلو برخو کې لویې بریاوې ترلاسه کړې دي.
د اوبو او انرژۍ وزیر، عبداللطیف منصور و ویل: «سره له دې چې اقتصادي محدودیتونه او د نړۍ مرستې نشته، دا نظام د ګمرکونو، کانونو، برېښنا، ښاري خدمتونو او مالیاتو د راټولولو له سرچینو ګټه اخلي او پر خپلو پښو ولاړ دی.»
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري و ویل: «موږ هڅه کړې چې د ملي یووالي له لارې د هېواد اقتصاد جوړ کړو. اوس مهال افغانستان له بندیزونو او نړۍوالو سیاسي او جیوپولیټیکي فشارونو سره مخ دی.»
د کابل د بادام باغ په ۳۳م نندارتون کې، د هېواد له بېلابېلو ولایتونو راغلو غرفه لرونکو د خپلې کرنې، مالدارۍ او لاسي صنایعو تولیدات د څلورو ورځو لپاره په ۲۶۳ غرفو کې نندارې ته اېښي دي.
لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان د کرنې او مالدارۍ ۳۳م نندارتون نن بادام باغ کې پیل شو"