
د افغانستان د کورنیو محصولاتو اته محمولې امریکا او نورو هېوادونو ته صادریږي
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، ټاکل شوې د کورنیو محصولاتو او تولیداتو ۸ محمولې له لاجورد لارې بهر ته صادرې شي.
په دغو ۱۸ ټنه محمولو کې وچې مېوې، دیګ بخارونه، د دیګ مسالې او مشروبات شامل دي.
د ټرانسپورټ وزارت د مالوماتو له مخې، له دې وروسته به هره ورځ درې تر څلورو پورې صادراتي محمولې له لاجورد لارې بهر ته صادریږي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند حکمتالله اصفي و ویل: «زموږ صادراتي توکي د هرات له تورغونډۍ بندره لومړی د ترکمنستان ترکمنباشي بندر، بیا د کاسپین سمندر له لارې د اذربایجان باکو بندر ته رسیږي او وروسته ګرجستان او ترکیې ته لېږدول کیږي. له ترکیې وروسته زموږ سوداګریز توکي بېلابېلو هېوادونو ته صادریږي.»
ټاکل شوې دغه توکي امریکا، اسټرالیا، اروپا او سعودي عربستان ته صادر شي.
سوداګر له لاجورد لارې د توکو د لېږد لپاره د لا ډېرو اسانتیاو غوښتنه کوي.
سوداګر نذیر احمد رحیمي و ویل: «زموږ د توکو اته محمولې د ترکیې له لارې امریکا، اسټرالیا، اروپا او سعودي عربستان ته صادریږي.»
بل سوداګر غلام حبیب رحمتي و ویل: «د پاکستان لارې تړل شوي او د ایران لارې د جګړې له امله له ستونزو سره مخ دي. یوازینۍ لار چې افغانستان نړۍوالو بازارونو سره نښلولی شي، د لاجورد لار ده. پخوا هم پر دې لارې ډېر کار شوی دی.»
دا په وروستیو کلونو کې لومړنۍ صادراتي محمولې دي چې له لاجورد لارې صادریږي.
افغانستان سره د پاکستان د لارو د تړل کېدو او په ایران کې د جګړې له امله، لاجورد لار د افغانستان د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره تر ټولو مناسب بدیل بلل کیږي.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالله دشتي و ویل: «لاجورد لار یوه دایمي لار ده، پخوا هم ترې کار اخیستل کېده او هیله لرم چې په راتلونکي کې هم دا لار فعاله پاتې شي او صادرات له همدې لارې دوام وکړي.»
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په خبره، د لاجورد لارې تر څنګ له روسیې سره مستقیم واردات او صادرات هم روان دي او د وسپنې پټلۍ له لارې له قزاقستان، اوزبیکستان او چین سره هم سوداګري روانه ده.
لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان د کورنیو محصولاتو اته محمولې امریکا او نورو هېوادونو ته صادریږي"