
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، هره میاشت د هېواد په روغتونونو کې پر سوري زړه د اخته شاوخوا ۳۰۰ ماشومانو درملنه کوي.
د دغې ټولنې مرستیال د افغاني سرې میاشتې ټولنې د شپږ میاشتني راپور ورکړې په پروګرام کې زیاته کړه چې، د افغاني سرې میاشتې ټولنې تر ټولو ډېر لګښت پر سوري زړه ناروغیو د اخته ماشومانو پر درملنه کېږي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال، عزیز الرحمن په دې اړه وايي: “زموږ تر ټولو زیاته بودیجه د زړه د سوري ناروغانو لپاره مصرفیږي. موږ هره میاشت ۳۰۰ ماشومانو ته درملنه کوو.”
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال دغه راز د دغې ادارې د لاسته راوړنو خبره کوي.
عزیز الرحمن زیاتوي: “د افغاني سرې میاشتې ټولنه ۶۲۷ سوالګرو کورنیو ته چې د هغوی ټول غړي ۳۴۱۳ کسانو ته رسېږي، ۴ میلیونه او ۹۸ زره او ۱۳۲ افغانۍ نغدي مرسته کړې ده. د دې ثبت شویو کورنیو سره مرسته به راتلونکي کې هم دوام لري.”
بل لور ته، د افغاني سرې مياشتې ټولنې وياند وايي چې دغه موسسه خپل عوايد د ملکيتونو د کرايې د راټولولو او د هېواد د پاسپورټ او ګمرکي خدمتونو د ټاکلې سلنې له لارې ترلاسه کوي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند، مدثر همراز په دې اړه وايي: “دا اداره په هېواد کې ملکیتونه لري او د دې له لارې عاید ترلاسه کوي. همدا راز، د عواید یوه برخه د پاسپورټ او ګمرکاتو ریاست له لوري تامینیږي.”
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولینو دغه راز په ډاګه کړه، چې دغه اداره په څلورو لویو برخو له هغې ډلې له پېښو سره د مبارزې، له اړمنو سره د نغدي مرستو، د روغتیايي ستونزو د حل او نور اړوند برخو کې فعالیت کوي.
لومړی نظر وکړئ on "د افغاني سرې میاشتې له لوري په سوري زړه د اخته ۳۰۰ ماشومانو درملنه"