د اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو له امله د کورنیو بې‌ځایه شویو د کچې لوړېدل

💬0
منبع

د اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو له امله د کورنیو بې‌ځایه شویو د کچې لوړېدل

د کډوالو نړۍ وال سازمان، په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له امله اوښتو زیانونو د ارزونې راپور په خپرولو سره ویلي چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې، په کور دننه ۷۹ سلنه بې‌ځایه کېدل د اقلیمي ننګونو او طبیعي آفتونو له امله رامنځته شوي دي.

په راپور کې راغلي چې شدیده وچکالي، د اوبو کمښت او پرله‌پسې زلزلې د خلکو د بې‌ځایه کېدو له مهمو لاملونو څخه دي.

هرات، بلخ، کابل او ننګرهار هغه ولایتونه دي چې له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ پورې د ټولو کورنیو بې‌ځایه شویو ۴۵ سلنه کوربه پاتې شوي دي.

 په همدې موده کې تر ۶۷۵ زرو ډېرو کسانو پر خپلې کرنې او مالدارۍ د اقلیمي بدلونونو د اغېزو له کبله افغانستان پرېښی دی.

 د کډوالو نړۍوال سازمان د پروګرامونو همغږي‌کوونکی، مزهر الحمداني ویلي: «په ټولیز ډول، تېر کال چاپېریالي خطرونو نږدې پر ۹.۹ میلیونه کسانو اغېز کړی او دا لا هم د بې‌ځایه کېدو له اصلي لاملونو څخه شمېرل کېږي؛ داسې اټکل کېږي چې ۱.۶ میلیونه کسان اړ شوي چې نورو سیمو ته کډه وکړي.

سره له دې چې خطرونه زیات شوي، په هېواد کې بنسټیزې زېربناوې او اساسي خدمات لا هم په جدي توګه محدود دي. ډېری ټولنې بیړنیو خدماتو ته لاسرسی نه لري، او دا چاره د خلکو لپاره دغو خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې نورې ستونزې هم زیاتوي.»

د راپور په بله برخه کې راغلي چې د هېواد شمالي او لوېدیځ ولایتونو ۹۶ سلنه خلک د اقلیمي بدلونونو تر اغېزې لاندې دي.

د محمد حنیف په نوم یوه کروندګر وویل: «تېر کال هم بارانونه چندان نه وو، زموږ کروندې وچې شوې او له چنګاښ میاشتې راهیسې هېچا له هغه حاصل څه تر لاسه نه کړل؛ اوس هم خدای پاک ښه پوهېږي، که وچکالي وي، فکر نه کوم چې زموږ کرنه او زراعت به پرمختګ وکړي.»

د چاپیریال ساتنې د برخې شنونکي وايي، چې د وچکالۍ دوام، اقتصادي فشار او د دغو پدیدو د مخنیوي پر وړاندې پر وخت نه مبارزه، پر ټولنه لا زیاتې منفي اغېزې کولای شي.

د چاپیریالي چارو شنونکي، سیدمحمد سلیمان‌خېل وویل: «د اقلیمي بدلونونو اغېزې له بده مرغه دوام لري. که موږ ونه توانېږو چې د وچکالۍ او سېلابونو مخه ونیسو، د کورنیو بې‌ځایه شویو شمېر به زیات شي او خلک به اړ شي چې د خپلې معیشت د برابرولو لپاره له هېواده بهر کډه وکړي.»

تر دې وړاندې بیا د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر هم د روان کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په خپل راپور کې ویلي و چې د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي د اوبو له کمښت او وچکالۍ سره مخ دي او میلیونونه نور کسان د اوبو او حفظ‌الصحې مرستو ته اړتیا لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو له امله د کورنیو بې‌ځایه شویو د کچې لوړېدل"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*