
د امام ابو حنیفه (رح) څلورم نړۍوال نندارتون څخه یو میلیون کسانو ليدنه کړې
له یوې اوونۍ وروسته د امام ابو حنیفه (رح) نړۍوال نندارتون نن (یکشنبه) پای ته ورسېد.
د دغه نندارتون د مسوولینو په وینا، دې یوه اونۍ کې نږدې یو میلیون کسان نندارتون ته ورغلي او د بېلابېلو ګډونوالو ترمنځ د نږدې ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت بېلابېل هوکړهلیکونه هم لاسلیک شوي دي.
همدارنګه، نندراتون مسوولین وايي، د دې ډول نندارتونونو جوړول کولی شي د سوداګریزو اړیکو او د کورنیو تولیداتو لپاره بازارموندنه کې اغېزناک رول ولوبوي.
دوی زیاتوي چې د قراردادونو د لاسلیک ترڅنګ، په اووه ورځو کې د اتیا میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېل توکي هم پلورل شوي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرایوي رییس محمد ولي امیني وویل: «د امام ابوحنيفه څلورم ملي او نړيوال نندارتون د پخوانيو درې دورو په پرتله، هم له کمي پلوه هم له کيفي پلوه ډېر متفاوت و.»
ورته مهال، نندراتون ته راغلي یو شمېر خلک دا نندارتون د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره مهم ګڼي.
د نوید په نوم یو ځوان چې د دغه نندراتون لیدو ته راغلي و وايي: «د خدای په فضل زمونږ هېواد د پرمختګ په لور روان دی او هغه تولیدات چې نن یې وینم، ټول برانډ او زموږ محصول دی.»
د نندارتون یو بل لیدونکی سدیس احمد هم وویل: «که دولت د نندارتونونو له جوړولو سره سره، د بهرنیو تولیداتو پر ځای د کورنیو تولیداتو کارونې ته کار وکړي، ښې پایلې به تر لاسه شي.»
همدارنګه غرفه لرونکی طه وویل: «په همدې اوو ورځو کې مو له کورنيو او بهرنيو کسانو سره یوه اندازه راکړه – ورکړه هم وکړه.»
د یادونې ده چې دغه نندارتون کې د کورنیو شرکتونو ترڅنګ د اوزبېکستان، ایران، هندوستان او پاکستان یو شمېر شرکتونو په ۳۰۰ غرفو کې خپل توکي نندارې ته اېښي وو.
لومړی نظر وکړئ on "د امام ابو حنیفه (رح) څلورم نړۍوال نندارتون څخه یو میلیون کسانو ليدنه کړې"