پوهانو ۲۰۰۰ کاله وړاندې ښیښې ته د انسان د دماغ د اوښتو راز وموند

د انسان د دماغ
Photo by David Matos

په یوه حیرانوونکې علمي موندنه کې پوهانو وموندله د یو ځوان دماغ، چې ۲۰۰۰ کاله مخکې د ویزووف اورشیند‍ي د چاودنې پر مهال مړ شوی و، ښیښې ته اوښتی دی. د انسان د دماغ

دا څېړنه هغه وخت پیل شوه چې ساینسپوهانو په ۲۰۲۰ کال کې د ښیښې ټوټې وموندلې. دوی ګومان کاوه چې دا به یو متحجر شوی دماغ وي، خو هغوی نه پوهېدل چې دا شیشه څنګه جوړه شوې او کوم عوامل د دې بدلون لامل شوي دي.

پوهانو د قرباني په کوپړۍ کې د نخود د دانې په اندازه د تورې شیشې ټوټې وموندلې. دا قرباني شوی یو شل کلن ځوان و، چې د ۷۹ میلادي کال د اورشیندي د چاودنې پر مهال اوسني ناپولي ښار ته نژدې وفات شوی و.

اوس ساینسپوهان باور لري چې یوه اورشیندې ورېځه، چې حرارت یې ۵۱۰ درجې سانتي‌ګراد ته رسېده، د دې ځوان دماغ په بشپړ ډول پوښلی، هغه یې ویلې کړی او بیا په چټکۍ سره سړه شوې، چې ښیښې ته ددماغ د اوښتو لامل شوی دی.

اوس ساینسپوهان باور لري چې د تودو ایرو ورېځه لومړی له ویزووف راکوزه شوه او ښايي د ډېرو مړینو اصلي لامل همدا وه.

ورپسې، یو تېزخوځنده ګازي سوځنده او د اورشیندي موادو پدیده، چې “اورشیندې څپې” هم ورته ویل کېږي، رامنځته شوه، چې د ټولې سیمې د لاندې کېدو لامل شو.

متخصصین باور لري چې د اورشیندو ایرو ورېځې د دې سړي دماغ ښیښې ته واړاوه، ځکه چې د اورشیندو څپو (پایروکلاسټیک فلو) نه کافي لوړه تودوخه درلوده او نه هم په کافي سرعت یخه شوې وه.

د ښیښې د جوړېدو لپاره ځانګړي حرارتي شرایط لازم دي، چې په طبیعي توګه د انسان له مداخلې پرته ډېر کم رامنځته کېږي.

د دې لپاره چې یوه ماده ښیښې ته واوړي، باید د هغې او د شاوخوا چاپېریال ترمنځ د تودوخې یو لوی توپیر موجود وي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پوهانو ۲۰۰۰ کاله وړاندې ښیښې ته د انسان د دماغ د اوښتو راز وموند"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*