د ایران او اسراییلو ترمنځ د نښتو څلورمه ورځ؛ د جګړې اور پراخ شوی

2
1
Photo: Muhammed Ibrahim

د ایران او اسراییلو ترمنځ د نښتو څلورمه ورځ؛ د جګړې اور پراخ شوی

د ایران او اسراییلو ترمنځ د نښتو په څلورمه ورځ، د تهران او تل‌ابیب ترمنځ نښتو زور اخیستی او دواړو خواوو ته درنه مرګ‌ژوبله او بنسټیزو بېخ‌بناوو ته زیانونه اوښتي دي.

 د اسراییلو د مرکز تل ابیب او حیفا ښارونو د بریښنا پر فابریکو او مهمو تاسیساتو د ایران توغندیزو بریدونو مرګ ژوبله اړولي او بېخ بنایي زیانونه یې اړولي دي.

 په دغو بریدونو کې تر اوسه په اسراییلو کې ۲۴ کسان وژل شوي او نږدې ۵۹۲ نور ټپیان دي. اسراییل وايي، ایران د جګړې په څلورو ورځو کې پر اسراییلو ۳۷۰ بالسټیک توغندي ورتوغولي او سلګونه بې پیلوټه الوتکې یې ورشړلې دي.

 د اسراییلو د پولیسو نړیوال ویاند سټوان دین الزدان ویلي:«په هرې یوې دغې صحنه کې موخه د استوګنې ځایونه او هغه ملکي وګړي دي، چې په خپلو کورونو کې ژوند کوي. نن سهار وختي، زموږ د پولیسو بېړنۍ کرښې ته راپور راغی چې یو توغندی پر یوې ودانۍ لګېدلی. زموږ د چټک غبرګون ځواکونه او د بم شنډولو ټيم سملاسي د پېښې ځای ته ورسېدل.»

اسرایئلی یورام سوکي هم وايي:«تر هغې وروسته چې موږ د شپې مهال خبرداری ترلاسه کړ، خوندي خونې ته لاړو او په تمه پاتې شوو. د خطر د زنګ غږ شو او له زنګ شاوخوا یوه نیمه دقیقې وروسته مو، د سوپرسونیک چاودنو غږونه واورېدل، ډېر قوي غږونه وو او نیمه دقیقه وروسته مو، د اپارتمان او ودانۍ دننه چاودنه احساس کړه.»

د اسراییلو په مرکز تل ابیب کې د امریکا سفارت پورې اړوند یوه ودانۍ هم د ایران د بریدونو له امله زیانمنه شوې؛ خو د دې ودانۍ کارکوونکو ته کوم زیان نه‌دی رسېدلی.
 
بلخوا، د ایراني سرچینو په وینا، د اسراییلو د بریدونو له امله د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۳۲۲ کسان وژل شوي او ۶۸۴ نور ټپیان دي. اسراییلو نن (دوشنبې) د ایران په کرمانشاه ښار کې د فارابي په نوم یو روغتون په نښه کړی دی.

ایراني رسنیو د اسراییلو د هوايي بریدونو له امله د سپاه د یوه قومندان او یوه سرتېري د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.

د اسراییلو په بریدونو کې د وژل شوي سرتېري پلار وايي:«زما زوی د لمانځه لپاره جومات ته په پاکو جامو روان و، چې دا پېښه ورسره وشوه. زما زوی هغه څوک و چې هر چېرته به یې ویل زلزله شوې، هلته به موجود و؛ هر ځای به چې یې ویل سېلاب راغلی، ځان به یې ورساوه. زما زوی به چې کله ورته د مشر له خوا حکم ورکاوه، نو له زړه او ځانه به یې اطاعت کاوه او تللو ته به چمتو و.»

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ټینګار کړی چې هېواد یې د اټومي وسلو د تولید هوډ نه‌لري؛ خو له دې سره هم‌مهاله یې سوله‌ییزې اټومي ټیکنالوژۍ ته د لاسرسي او په دې برخه کې د څېړنو د دوام پر حق ټینګار کړی دی.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان څرګندوي:«که نن مو دا توغندي نه‌درلودی، اسراییل به هره ورځ، هر چېرې چې یې زړه وای، په اسانۍ بریدونه کولای. دا زموږ ساینس‌پوهان دي چې د هېواد د خاورې او اوبو د دفاع لپاره ولاړ دي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه هېواد د پارلمان استازي د یوې مسودې پر جوړولو کار کوي، چې کېدای شي د اټومي وسلو د پراختیا د مخنیوي له تړونه د تهران د وتلو لامل شي. خو د دغه وزارت ویاند ټینګار کړی، چې د ایران رسمي دریځ لا هم د اټومي وسلو د جوړولو مخالفت دی.

منبع

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*