په دې وروستیو ورځو کې د کابل ښار اوسیدونکي د برېښنا له پرچاوي سر ټکوي.
دوی وایي، د ژمي له نږدې کیدو سره د بریښنا پرچاوی هم زیاتې شوي دي.
د کابل ځينې اوسېدونکي وايي چې په څلرویشتو ساعتونو کې له پنځو تر شپږو ساعتونو برېښنا لري.
د کابل اوسېدونکی، محمد فاروق وايي: «له څلورو د شپې تر ۹ بجو برېښنا نه وي. په ځانګړې توګه په ژمي کې، برېښنا زموږ لپاره ډېره مهمه ده او اسانتیاوې راته برابروي.»
د کابل ښار یو بل اوسېدونکي، سهیل خان زیاته کړه: «د بر ېښنا ستونزه زیاته ده، ځي او راځي. که د ورځې برېښنا وي هم یوازې ۵ یا ۶ ساعته وي چې زموږ د اړتیا پوره کولو لپاره بسنه نه کوي.»
خو په هېواد په ځانګړې توګه کابل ښار کې شته اقتصادي ستونزو د ژوند کولو شرایط سخت کړي دي.
یو شمېر نور اوسېدونکي وايي چې په ژمي کې د ګازو، د ډبرو د سکرو او لرګیو د اخیستو توان نه لري او یوازې د برېښنا له لارې کولای شي خپل کورونه تاوده کړي.
د کابل اوسېدونکی، فواد په دې اړه وايي:«لرګي او د سکرو ډبرې ګران دي. غوره ده چې دولت ۲۴ ساعته بر ېښنا برابره کړي څو زموږ کورونه تاوده وي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی، فهیم هم وايي: «خلک د لرګیو او سکرو ډبرو اخیستو وس نه لري. ښه ده چې حکومت د بر ېښنا ستونزو ته ورسیږي.»
د افغانستان بـرېښنا شرکت مسوولان د کابل د برېښنا د پرچاویو لامل د ژمې له رارسېدو مخکې د برېښنا د مزو ساتل ګڼي. دوی دغه راز زیاتوي چې په پلان کې لري چې په ژمي کې د پرچاویو د ډېرېدو مخه ونیول شی.
د افغانستان د بـرېښنا شرکت ویاند، حکمت الله میوندي بیا وايي: «برېښنا شرکت هڅه کوي څو خلکو ته مناسب او کافي برېښنا برابره کړي. د همدې لپاره مو دوه پروګرامونه ترلاس لاندې دي څو په راتلونکي ژمي کې برېښا په منظم ډول ورکړ شي.»
تر دې وړاندې د افغانستان بر ېښنا شرکت رییس له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و چې د ژمي لپاره پلانونه لري ،څو هېوادوال په ځانګړې توګه د کابل اوسېدونکي د بـرېښنا له زیاتو پرچاویو سره مخ نه شي، خو ظاهراً تر اوسه د دغو پلانونو د پلي کېدو څرک نه لګېږي.
لومړی نظر وکړئ on "د برېښنا پرچاوۍ د ژمي له راتګ دمخه د پلازمینې اوسېدونکي ستونزو سره مخ کړي"