د بښنې نړۍوال سازمان وایي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پرېکړه لیک د افغانستان د بشري حقونو ورځ تر بلې ډېرېدونکي ناورین ته وړ ځواب نه شي ورکولای.
د ملګرو ملتونو د بشر حقونو اړوند پرونۍ ۵۷ مه غونډه کې یو پرېکړه لیک لاسلیک شو چې د یاد سازمان د ځانګړي استازې دنده یې وغځوله.
د بښنې نړۍوال سازمان د سویلي اسیا سیمه ییزه مدیره سمریتي سېنګ وایي، چې دغه ناسته بیاهم د یو نړۍ وال ځواب ویونکي خپلواک میکانیزم په رامنځته کولو کې چې د جرایمو او بشر ضد کړنو پلټنه وکړي، بریالۍ نه شوه.
نوموړې وایي: “د بشر حقونو شورا یوځل بیا د افغانانو لپاره د کافي عدالت د ملاتړ په برخه کې چې په نړۍوالې ټولنې پورې یې خپلې هیلې تړلې، پاتې راغله.”
یاد سازمان وایي، چې د بشر حقونو شورا له بشري حقو نو د لا ډېرې ناوړه ګټې اخستنې د مخنیوي برخه کې فرصت له لاسه ور کړی ځکه ا.ا. د افغانانو بشري حقونو د ځپلو چاره لا چټکه کړې ده.
د یاد سازمان په وینا، ددې پرېکړه لیک کمۍ د افغانستان زړور فعالان، په ځانګړې توګه د بشرحقونو ښځینه مدافعانې او خبریالان چې تر ګواښناکو شرایطو لاندې کار کوي، نهیلي کوي.
د بښنې نړۍ وال سازمان د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو غوښتنه کړې چې د بشري سرغړونو د شواهدو راغونډولو اړتیا په رسمیت وپېژني او د ځواب وینې یو نړۍ وال خپلواک میکانیزم ته لاره پرانیزي.
یاد سازمان وایي، چې د بشر حقونو شورا له بشري حقونو د لا ډېرې ناوړه ګټې اخستنې د مخنیوي برخه کې فرصت له لاسه ور کړی ځکه ا.ا. د افغانانو بشري حقونو د ځپلو چاره لا چټکه کړې ده.
د یاد سازمان په وینا، ددې پرېکړه لیک کمۍ د افغانستان زړور فعالان، په ځانګړې توګه د بشرحقونو ښځینه مدافعانې او خبریالان چې تر ګواښناکو شرایطو لاندې کار کوي، نهیلي کوي.
د بښنې نړۍ وال سازمان د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو غوښتنه کړې چې د بشري سرغړونو د شواهدو راغونډولو اړتیا په رسمیت وپېژني او د ځواب وینې یو نړۍ وال خپلواک میکانیزم ته لاره پرانیزي.
فارغلتحصیل صنف دوازدهم محصل پوهنتون جهان سمستر دوم BBA