
د بېړني غبرګون ملاتړ؛ راستنو شویو ته ۱۰ میلیون ډالر ځانګړي شوي
له ایرانه د افغان کډوالو د ډله ییزې را ایستني په دوام، ملګرو ملتونو د راستنیدونکو کډوالو لپاره د بیړني غبرګون لپاره ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.
ضیاء چې اووه کاله وړاندې د ښه راتلونکې په هیله ایران ته تللی و، اوس له جبري را اېستل کېدو وروسته، له خپلو ماشومانو سره یو ځای په کابل کې د راستنو شویو په یوه پنډغالي کې د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي.
د ده د ماشومانو په څېرو کې د هغو کړاوونو نښې له ورایه ښکاري چې په ایران کې یې د کډوالۍ پرمهال او اوس یې په هېواد کې سرپناه نه لرلو پرمهال تجربه کړي دي.
د ضیاء کیسه، د زرګونو هغو افغانانو ګډه کیسه ده چې د پرديسۍ د کړاو او په خپل هېواد کې د بې وسۍ ترمنځ اېسار پاتې دي.
له ايرانه را ايستل شوی، ضیا وايي: «په موږ یې فشار راوړ، جریمه یې کړو او را و ایستلو نو راغلو. دوه سوه میلیونه تومنه مو هلته پاتې دي. موږ ته یې یوازې سل میلیون تومنه راکړي چې د لارې کرایه ترې وکړو. ملګري ملتونه هم داسې خرچه ورکوي چې نه مړ شې او نه ژوندی پاتې شې. غوښتنه مو دا ده چې موږ کور نه لرو. مرستې دې راسره وشي.»
بلخوا، د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند ويلي چې د دغه سازمان د بېړنيو مرستو همغږي کوونکي ټام فلچر د بېړني غبرګون له مرکزي صندوقه له ايرانه د راستنېدونکو د ملاتړ لپاره ۱۰ ميليونه ډالره ځانګړي کړي دي.
د سټيفن دوجاريک په وينا، دا بودجه د سرحدونو په اوږدو کې د ژغورونکو مرستو د ډېرېدو او د زيانمنو قشرونو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د ملاتړ په موخه ځانګړې شوې ده.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند، سټيفان دوجارېک ویلي: «دا اقدام له ايرانه د کډوالو د راستنېدو د زياتېدونکي او اندېښمنوونکي بهير په غبرګون کې ترسره شوی دی. نوې بودجه به هېواد ته د راتلو پر مهال او د هغوی د بیا مېشتنېدو په سیمو کې پر زيانمنو قشرونو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د ملاتړ لپاره ولګول شي.»
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، يوازې د روانې زېږیزې میاشتې په لومړيو دوولسو ورځو کې، له ايرانه نږدې ۳۳۹ زره کسان افغانستان ته راستانه شوي، چې له ۶۰ سلنې زيات يې کورنۍ او ۴۳ سلنه يې له ۱۸ کلنو کم عمره ماشومان دي.
بل پلو، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فيليپو ګرانډي تهران ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو سره د افغان کډوالو د وضعيت په تړاو خبرې کړې او د هغوی د جبري اېستلو د بهير د درېدو غوښتنه یې کړې ده.
د کډوالو د حقوقو فعال، محمد جمال مسلم وايي: «څو اړخیزې غونډې شاید د حکومتونو لپاره پیغامونه ولري. له بده مرغه ملګري ملتونو د درېمې نړۍ له هېوادونو سره سلیقوي چلند کوي چې دا دې لامل کیږي چې هلته کار و نه شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د اړوندو بنسټونو په وينا، د روان زېږیز کال له پیل راهیسې، له ایرانه تر ۱.۱ ميليونو زيات افغانان اېستل شوي او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
لومړی نظر وکړئ on "د بېړني غبرګون ملاتړ؛ راستنو شویو ته ۱۰ میلیون ډالر ځانګړي شوي"