د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډاپور او د پخواني وزیراعظم عمران خان مېرمن بشری بيبي په مشرۍ د تحریک انصاف کاروان له ‘برهان انټرچېنج’ نه د اسلاماباد پر لور روان شوی.
په برهان انټرچېنج کې بشری بيبي کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې اسلاماباد ته ځانونه ورسوي.
د تحریک انصاف مشر بیرسټر ګوهر ویلي دي چې د پخواني وزیراعظم عمران خان د اسلامآباد د نن ورځې د احتجاج بلنه “وروستۍ” ده.
د تحریک انصاف کاروان اسلاماباد ته څومره نژدې شوی؟
تحریک انصاف ویلي چې د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او جنوبي پنجاب له بېلابېلو سیمو روان شوي کاروانونه اوس اسلاماباد ته نژدې رسېدلي دي او په لنډ وخت کې به خپل ټاکلي ځای ته ورسېږي.
د تازه معلوماتو له مخې، د خیبر پښتونخوا له جنوبي سیمو روان شوی کاروان د “هکله انټرچېنج” په سیمه کې درېدو ته اړ شوی او هلته د کانټینرونو لرې کولو هڅې روانې دي.
له بلې خوا، د پیټياي د پېښور سیمهییز مشر عمران خان سالارزي ویلي د “کټي غره” په سیمه کې کارکوونکي په لاسونو کانټینرې یوې خوا ته کوي. د هغه په وینا، “پولیسو اوښلن ګاز کارولی او ربړي مرمۍ یې ویشتلې چې له امله یې ډېر کارکوونکي ژوبل شوي دي.”
له بلوچستانه د روان شوي کاروان د سفر نن څلورمه ورځ ده. په دې کاروان کې ښځې او ماشومان هم دي او اوس دا کاروان له اسلاماباده یوازې څو کیلومتره واټن کې دی.
د دې کاروان یوې ګډونوالې زلیخا عزیز مندوخېل وویل: “موږ د خیبر پښتونخوا له کاروان سره د علي امین ګنډاپور په مشرۍ د یو ځای کېدو انتظار کوو، چې بیا به ټول کاروان په ګډه اسلاماباد ته ننوځي.”
زلیخې وویل چې دا کاروان د نومبر پر ۲۲ نېټه روان شوی و، خو پولیسو یې مخه ونیوله او له موټرو څخه یې ښکته کړل.
“وروسته په لاره کې ډېر خنډونه وو، خو موږ له ترې تېر شوو، بیا د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په سرحدي سیمه شیراني کې مو شپه تېره کړه. زموږ مشرانو پرېکړه وکړه چې هماغلته پاتې شو او سهار مو د خنډونو له لرې کولو وروسته د ډېره اسماعیل خان پر لور حرکت وکړ.”
هغې زیاته کړه: “په ډېره اسماعیل خان کې زموږ لپاره ښه ترتیبات شوي وو. د لارې په اوږدو کې لنګرونه وو چې خوراک او اوبه پکې موجودې وې. زموږ ماشومان ناروغ شوي وو، چې هلته ورته طبي مرسته ورکړل شوه. والدینو ته وویل شول که غواړي بېرته ستانه شي، خو هغوی پرېکړه وکړه چې له کاروان سره پاتې شي.”
د عمران خان مېرمن بشری بيبي ويلي دي چې “تر څو چې عمران خان موږ ته نه وي راستون شوی، دا لاریون به پای ته ونه رسېږي.”
هغې د علي امين ګنډاپور په مشرۍ له پېښوره روان شوي د تحريک انصاف د کاروان غړو ته په وينا کې وويل: “زه به تر وروستۍ سلګۍ پورې درسره ولاړه یم او تاسو باید زما ملا وتړئ.”
بله خو، د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد شاوخوا د تحریک انصاف ګوند د پلويانو او پوليسو تر منځ د شخړو او اخ او ډب راپورونه ورکړل شوي دي.
د اسلام اباد پوليس ادعا کوي چې احتجاج کوونکو پرې د تيږو ګوزارونه کړي دي خو بل پلو د تحریک انصاف ګوند پلويان وايي چې پوليسو د مظاهره چيانو د خورولو لپاره له اوښکي بهوونکي ګاز کار اخيستی او د سوټیو ګوزارونه يې پرې کړې دي.
د اسلام اباد پوليسو وايي د مظاهره چيانو له لوري په ډبرو ۱۴ پوليس ټپیان شوي چې په وينا يې اوس په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.
د لاریون ګډونوال وايي دوی سوله ییز لاریون کوي خو که پولیس اوښکې بهوونکی ګاز کاروي دوی هم په غبرګون کې ورته عمل ته چمتو دي او عمران خان به زندانه را خلاصوي.
د تحريک انصاف ګوند زرګونو پلويانو اسلام اباد ته نژدې ځانونه رسولي چې په هغو کې د خيبرپښتونخوا د اعلي وزير علي امين ګنډا پور او د عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي تر څنګ د دغه ګوند يو شمېر نور مشران هم شامل دي.
دوی هڅه کوي چې اسلام آباد ننووځي او د عمران خان له خوا رابلل شوي اعتراض کې برخه واخلي. دې اعتراض ته “وروستي غږ” نوم ورکړل شوی او موخه یې له زندانه د عمران خان او د تحریک انصاف د نورو مشرانو راخوشی کول.
د ګوند مشران وايي اسلام اباد ته په رسېدو به دغه احتجاج پرلت ته بدلوي او تر هغې به دوم ورکوي تر څو چې عمران خان په ګډون تېرو دوه کلونو کې نيول شوې د ګوند ټول غړي نه وي خوشې شوي.
اسلام اباد کې کلک امنيتي تدابير نيول شوي
پېښور کې د تحریک انصاف ګوند مشر ارباب عاصم بي بي سي ته ویلي، د لاریونوالوالو پر وړاندې ګڼ خنډونه جوړ شوي چې له دې تېرېدل به د ده په وينا وخت ونيسي.
له خیبر پښتونخوا او بلوچستان پرته د پاکستان نورو سیمو کې د تحریک انصاف د ګوند پلویان هم اسلام آباد ته پر لاره دي.
د تحریک انصاف ګوند د لاریون او اعتراض په درشل کې اسلام آباد کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي. هلته دوشنبه ټولې تعلیمي ادارې تړل شوي دي.
د اسلام آباد پولیسو پرون ناوخته وویل چې تر دې دمه یې د تحریک انصاف ۳۸۰ پلویان نیولي دي او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي پولیس د اسلام آباد ډي چوک سيمې ته، چېرته چې اعتراض پلان شوی، څاري او د تحریک انصاف هر غړی چې هلته ورشي نیول کېږي.
اسلام آباد ته ورغلې لارې آن له شنبې ورځې راهیسې تړلي دي. خواله رسنیو ته هم د خلکو لاس رسی محدود شوی دی.
عمران خان ولې په جېل کې دی؟
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان، چې په خپل هېواد کې ګڼ شمېر پلویان لري په ۲۰۲۲ کال کې د اپوزسيون ګوندونو له لارې د لومړي وزارت له څوکۍ لېرل کړل شو.
نوموړی بيا د حکومت له څو میاشتو ناکامو هڅو وروسته د ۲۰۲۳ کال په مې مياشت کې ونيول شو.
دې پېښې د ښاغلي خان پلویان غوسه کړل او په ټول هېواد کې يې لاريونونه وکړل چې وروسته په تاوتريخوالي واوښتل.
د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان او د هغه په کابينه کې د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د دولتي رازونو د افشا کولو په قضه کې هر يوه ته د لسو کلونو بند سزا اورول شوې ده.
د دې تر څنګ عمران خان ته د مالي فساد او د عدت په موده کې د نکاح په ګډون په بېلابېلو قضيو کې ټولټال د ۳۴ کاله بند سزا ورکړل شوې چې په ځينو قضيو کې يې وروسته ضمانت ترلاسه کړی دی.
لومړی نظر وکړئ on "د تحریک انصاف کاروان اسلاماباد ته نژدې شوی"