
د تخار اوسېدونکي د ای خانم لرغوني ښار د بیارغونې غوښتنه کوي
د ای خانم لرغونی ښار چې د تخار په دشتقلعه ولسوالۍ کې موقعیت لري، د هېواد له مهمو لرغونو سیمو شمېرل کیږي.
دغه ښار څه باندې دوه زره کاله تاریخي مخینه لري او یو وخت د یوناني ـ باختري تمدن له مهمو مرکزونو و.
دغه ښار د امو او کوکچې سیندونو د یوځای کېدو په سیمه کې جوړ شوی و، چې پاتې شوني یې په لومړي ځل ۱۹۲۵زېږیز کال کې یوه فرانسوي لرغونپوه وپېژندلې.
خو په ۱۹۶۱ کال کې د یوناني اثارو له موندل کېدو او د افغانستان د وروستي پاچا محمد ظاهرشاه له پاملرنې وروسته، لرغونپوهانو دغه سیمه په جدي توګه وڅېړله.
د تخار اوسېدونکي، میرالله بشارت و ویل: «دې ښار د مثلث بڼه لرله او دوو خواو ته یې امو او د کوکچې سیندونه دي. دا ښار په خپل وخت کې ډېر ښکلی و خو له بده مرغه چې د وروستیو لسیزو د جګړو له امله په ویجاړۍ بدل شوی دی.»
د تخار اوسېدونکي او فرهنګي فعالان وایي، د ای خانم لرغونی ښار په دوو پړاوونو کې ویجاړ شوی؛ لومړی له میلاد شاوخوا ۱۴۵ کاله وړاندې د برید او اورلګېدنې له امله او بیا په وروستیو لسیزو کې د جګړو او ناقانونه کیندنو په پایله کې په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.
فرهنګي فعال، صدیقي لعلزاد و ویل: «د دې ښار ځینې اثار چې باید موزیمونو ته لېږدول شوي وو، له بده مرغه چې د وروستیو جګړو له امله له منځه تللي او د افغانستان تاریخ ته یې لوی زیان ورسوه.»
سکې، خټین لوښي، مجسمې او یوناني ډبرلیکونه له هغو اثارو دي چې د ای خانم د لرغوني ښار له پاتې شونو بلل شوي دي.
د تخار فرهنګي فعالان او اوسېدونکي وایي، که حکومت او هغه بنسټونه چې په دې برخه کې فعالیت کوي، دغه تاریخي سیمه ورغوي، نو ای خانم کولای شي په هېواد کې په یوه ښه سیاحتي ځای بدل شي.
لومړی نظر وکړئ on "د تخار اوسېدونکي د ای خانم لرغوني ښار د بیارغونې غوښتنه کوي"