د تودوخې لوړه درجه؛ د افغان وګړو د ژوند یوه بله ننګونه

د تودوخې لوړه درجه؛ د افغان وګړو د ژوند یوه بله ننګونه

د افغانستان په ګډون د نړۍ هېوادونه د اقلیمي بدلونونو له جدي او مخ پر زیاتېدونکو ننګونو سره مخ دی؛ په ځانګړي توګه د هوا بې ساري ګرمېدو او د تودخې د درجې لوړېدو د خلکو ژوند اغېزمن کړی دی.

په دې ورځو کې هېوادوال د لمر سوځنده تودوخه تر پخوا ډېره احساسوي.
په ځینو ولایتونو کې ښوونځي له زده‌ کوونکو خالي شوي، او کرنیزې ځمکې هم سختې وچې شوې دي.

د ننګرهار اوسېدونکی، حفیظ‌الله وايي: دلته په جلال اباد ښار کې ګرمي ډېره زیاته ده او بیرو بار هم زیات دی. له حکومته مو هیله ده چې موږ ته د برېښنا سیسټم برابر کړي. 

 د کابل اوسېدونکی، شجاع هم وايي: هوا ګرمه ده نو د ورځې هیڅوک ښار او بازار ته نه راووځي، هرڅوک چې راووځي هم که وګورئ یو بوتل اوبه ورسره وي. دومره تودخه ما خپله په دې تېرو څو کلونو کې نه وه لیدلې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست شمېرې ښيي چې تېره میاشت، فراه او هلمند له ۴۰ درجو لوړه تودخه ثبت کړې چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو په کچه یې د ګرمۍ ریکاډ مات کړی دی.
 
په منځنۍ کچه د جون میاشتې د تودخې درجه په لاندې ډول وه:

 هلمند ۴۶ | ننګرهار ۴۵ | لغمان ۴۴.۸ | جوزجان ۴۴.۲ | کندهار ۴۴ | ارزګان ۴۳ | کندز ۴۳ | مزار ۴۳ | تخار ۴۲ | فاریاب ۴۱.۱
هرات ۳۴.۶ | بدخشان ۳۲.۷ | بادغیس ۱۴ | دایکندي ۳۸.۵ | خوست ۳۸ | کابل ۳۷.۵ | پروان ۳۶.۵ | لوګر ۳۴.۸ | غزني ۳۴.۸ | پکتیا ۴۰ | بامیان ۳۲.۷ | غور۳۱ 

  د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې رییس، محمد نسیم مرادي وايي: هغه معلومات چې د هوا پېژندنې ادارې ته را رسېدلي، داسې ښيي چې د تودوخې درجه نور هم د زیاتېدو په حال کې ده، په ځانګړې توګه د هېواد په شمال، شمال ختیځ، سویلي او سویلي لویدیځ او ختیځو ولایتونو کې به یې کچه لا لوړه وي. په دغو سیمو کې تر ۴۸ درجې د هوا تودوخه لوړیږي. 

بلخوا، د چاپېریال ساتنې کارپوهان وايي چې د شین کوریزو ګازو پراخې کارونې د ځمکې د تودوخې او په ځانګړي توګه په افغانستان کې د هوا په ګرمېدو کې د پاموړ رول لرلی دی.

د چاپېریال ساتنې کارپوه، سید محمد سلیمان خیل هم وايي: اقلیم بدلون ورو ورو خپلې منفي اغېز را څرګندوي. له صنعتي انقلاب را وروسته دغه وضعیت نور هم خراب شوی او یو اعشاریه یو درجه تودوخه لوړه شوې. دا به نوره هم لوړیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، افغانستان د نړۍ د لسو هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې تر ټولو زیات زیانمنوونکی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د تودوخې لوړه درجه؛ د افغان وګړو د ژوند یوه بله ننګونه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*