د تورخم له لارې هره ورځ تر ۱۵۰ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنېږي

💬0

د تورخم له لارې هره ورځ تر ۱۵۰ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنېږي

د تورخم عمري لنډمهاله مېشت‌غالي مسوولان وايي، اوس هره ورځ له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستانه د تورخم له لارې هېواد ته راستنېږي.

د دغه مېشت‌غالي د مسوولانو په وینا، شاوخوا څلور میاشتې وړاندې هره ورځ له ۵۰۰ تر ۷۰۰ کورنۍ د تورخم له لارې افغانستان ته راستنېدې، خو وروسته دا شمېر ۳۰۰ تر ۴۰۰ کورنیو او اوس ۱۰۰ تر ۱۵۰ کورنیو ته راټیټ شوی دی.

د تورخم عمري لنډمهاله مېشت‌غالي مسوول محمد هاشم میوندوال وايي، په پاکستان کې پر افغان کډوالو د فشارونو زیاتوالی او کموالی د راستنېدونکو پر شمېر مستقیم اغېز لري.

محمد هاشم میوندوال وویل: «شاوخوا څلور میاشتې وړاندې هره ورځ له پنځه سوه تر اووه سوه کډوالې کورنۍ د تورخم له لارې افغانستان ته راتللې، وروسته دا شمېر درې سوه او څلور سوه کورنیو ته راټیټ شو او اوس هره ورځ له سلو تر ۱۵۰ کورنۍ راځي. د کډوالو د راتګ د کمېدو لامل په خپله پاکستان دی؛ کله چې حکومت پر افغان کډوالو سختۍ راولي، د راستنېدونکو شمېر زیاتېږي او د نرمۍ په صورت کې بیا کمېږي.»

یو شمېر تازه راستانه شوي کډوال وايي، په پاکستان، په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا کې، د پولیسو له نیونو، چاپو او د کار پر وړاندې له محدودیتونو سره مخ وو.

ذبیح‌الله، چې تازه هېواد ته راستون شوی، وايي: «په خیبر پښتونخوا کې په دې ورځو کې د افغان کډوالو پر وړاندې حالات ډېر خراب دي. خلک د پاکستاني پولیسو له لوري د نیول کېدو له امله په کورونو کې پټ پاتې دي او هېڅوک د باندې نه شي راوتلی.»

خوشال، یو بل راستون شوی کډوال، هم ورته شکایت لري: «پاکستاني پولیس په بازارونو کې چاپې وهي، خلک کاروبار ته نه پرېږدي، په هټیو کې خلک کار ته نه پرېږدي او حتی د خلکو پر کورونو هم چاپې وهي.»

سیف‌الله وايي، له همدې ستونزو وروسته یې پرېکړه وکړه چې له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته راستون شي.

هغه وویل: «په پاکستان کې له ډېرو سختیو سره مخ شوو. پولیسو به پر کورونو چاپې وهلې، په بازارونو کې به یې خلک نیول او څوک یې کار او روزګار ته نه پرېښودل. بالاخره مو خپله کډه بار کړه او خپل وطن ته راغلو. اوس په خپل وطن کې ډېر خوشاله یو.»

خو راستنېدل د دغو کورنیو د ستونزو پای نه دی. یو شمېر راستنېدونکي د سرپناه، کار او د ژوند د لومړنیو امکاناتو غوښتنه کوي.

بختیار، چې تازه له پاکستانه راستون شوی، وايي: «له اسلامي امارت څخه مو غوښتنه ده چې موږ ته د سرپناه لپاره کور جوړ شي او د دایمي کار زمینه برابره شي، څو پر خپلو پښو ودرېږو. د کور لپاره ځمکه نه لرو او باید د استوګنې لپاره ځمکه راکړل شي.»

د تورخم عمري لنډمهاله مېشت‌غالي مسوولان وايي، راستنېدونکو کورنیو ته د بېلابېلو کمېټو له لوري لومړني خدمتونه او اړینې مرستې وړاندې کېږي او وروسته خپلو اړوندو ولایتونو ته لېږدول کېږي.

د ناروې د کډوالو شورا (NRC) د معلوماتو له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې نږدې شپږ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

له اوږدې کډوالۍ وروسته هېواد ته راستنېدونکې کورنۍ که څه هم د خپل وطن پر خاوره د نوي ژوند د پیل هیله لري، خو د سرپناه، دایمي کار او اقتصادي ثبات نشتوالی د ډېرو لپاره د راستنېدو له مهمو ننګونو څخه دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د تورخم له لارې هره ورځ تر ۱۵۰ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنېږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*