د تونس ساحلي ساتونکو ویلي دي چې د جمعې له ورځې راهیسې یې د دغه هیواد له اوبو څخه د ۷۰ مهاجرو جسدونه را ایستلي دي. د چارواکو په وینا، د دوشنبې په ورځ د کډوالو دوه کښتۍ صفاقس ښار ته نږدې ډوبې شوي دي.
د تونس یوه حکومتي چارواکي د دوشنبې په ورځ وویل چې د دې هېواد ساحلي ساتونکو د جمعې له ورځې راهیسې دغه هېواد ته له نږدې اوبو څخه د لږ تر لږه ۷۰ مهاجرو مړي را ایستلي دي.
د عدليې یوه چارواکي فوزي ماسمودي رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ د صفاقس ساحلي ښار ته څیرمه دوه کښتۍ ډوبې شوې دي. هغه زیاته کړي: «د صفاقس روغتون سړې خونې د مهاجرینو د زیات شمیر جسدونو له امله ډکې شوي دي.»
د ماسمودي په خبره »د جسدونو انباریدل د عمومي روغتیا له پاره خطر دی.« زیاته شوې ده چې د دوشنبې په ورځ لږ تر لږه ۴۷ مهاجر چې په سمندر کې له بیړني حالت سره مخامخ وو، ژغورل شوي دي.
په دې وروستیو کې د لیبیا پر ځای تونس اروپا ته د مهاجرینو د خطرناک سفر د پیل ځای ګرځېدلی دی. دغه کډوال له افریقا او منځني ختیځ څخه د بې وزلۍ او جګړو له وجې تښتېدلي او اروپا ته د رسېدو هڅه کوي.
د تونس ملي ګارد ویلي دي چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ۱۴۰۰۰ څخه زیات کسان په ځانګړې توګه چې د افریقا د صحرا په جنوب کې له پرتو هیوادونو سره تړاو لري د پولیسو له خوا نیول شوي او یا ژغورل شوي دي. دغه احصایه د تېر کال د همدې مودې په پرتله پنځه واره زیاتوالی ښيي.
اوسمهال ډیر شمیر مهاجر اروپا ته د رسیدو له پاره د مدیترانې په خطرناکه لاره سفر کوي. دغه کښتۍ هم ډير کله زړې او له کاره لويدلي وي، چې تل ډير شمير مهاجر پر دغه لاره د سفر پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
لومړی نظر وکړئ on "د تونس ساحلي ساتونکو د ۷۰ مهاجرو جسدونه له اوبو را ایستلي"