د تېلو او ګازو بیې؛ له راټیټېدو د بازار د بې‌ثباتۍ تر اندېښنو

💬0

د تېلو او ګازو بیې؛ له راټیټېدو د بازار د بې‌ثباتۍ تر اندېښنو

د افغانستان په بازارونو کې په وروستیو ورځو کې د تېلو او ګازو بیې په پرله‌پسې ډول ښکته پورته شوې دي.

د بازار د څېړنو له مخې، د مایع ګاز بیه چې تېره اونۍ له ۷۲ افغانیو په هر کیلو ۶۵ افغانیو ته راټیټه شوې وه، تېره ورځ بېرته دوه افغانۍ لوړه شوې ده.

ورسره هم‌مهاله، د پټرولو بیه دوه افغانۍ او د ډیزلو بیه یوه افغانۍ راکمه شوې، خو موټرچلوونکي وایي چې بیې لا هم لازم ثبات نه لري.

اوس مهال یو لیټر پټرول په ۷۸ افغانیو، یو لیټر ډیزل په ۷۳ افغانیو او یو کیلو مایع ګاز د تېلو په ټانکونو کې په ۶۷ افغانیو پلورل کېږي؛ خو د کابل په ځینو سیمو کې د مایع ګاز بیه تر ۷۵ افغانیو هم رسېدلې ده.

موټرچلوونکي له مسوولانو غواړي چې پر بازار جدي څارنه وکړي او د تېلو او ګازو د بیو د پرله‌پسې بدلونونو مخه ونیسي.

موټرچلوونکي شاه‌پور وویل: «د پرون راهیسې د ګازو بیه دوه افغانۍ لوړه شوې ده. نرخونه ثابت نه دي؛ هره ورځ پورته او ښکته کېږي او دا وضعیت موږ له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.»

یو بل موټرچلوونکي، عبدالبشیر، وویل: «د ګازو او تېلو د بیو د لوړېدو او ټیټېدو له امله له ډېرو ستونزو سره مخ یو. زما د ورځې نږدې پنځه یا شپږ سوه افغانۍ عاید ټول د ګازو پر لګښت مصرفېږي، په داسې حال کې چې د موټر نور لګښتونه او مالیه هم باید ورکړو.»

د کابل یو شمېر اوسېدونکي هم د ګازو د بیو له بدلونونو شکایت لري.

دوی وایي، د عایداتو په کمېدو سره یې د پېرلو توان هم راکم شوی او د بیو د کمېدو او ثبات غوښتنه کوي.

د کابل اوسېدونکي، سباوون، وویل: «ستونزه یوازې د موټر تر لګښتونو پورې نه ده محدوده؛ موږ د کور لګښتونه هم لرو. کله چې د ګازو بیه لوړېږي، ان نانوایان هم اغېزمن کېږي؛ هغه ډوډۍ چې پخوا په پنځو افغانیو پخېده، اوس یې لس افغانۍ اخلي.»

د کابل یو بل اوسېدونکي، ستانکزي، وویل: «دا د ټولو لپاره ستونزه ده او زموږ غوښتنه له حکومت څخه دا ده چې د ګازو او نفتو بیې راکمې کړي.»

بل‌خوا، اقتصادي شنونکي ټینګار کوي چې د بیو د بدلونونو د کنټرول لپاره د ستراتیژیکو زېرمو جوړول، د وارداتو د سرچینو متنوع کول او پر بازار اغېزمنه څارنه اړینه ده.

اقتصادي شنونکي، سیر قریشي، وویل: «د ګازو او نفتو د بیو د بدلونونو د کنټرول لپاره حکومت باید پر بازار جدي څارنه وکړي او د احتکار او د بیو د خپل‌سري لوړولو مخه ونیسي.»

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د نفتو او ګازو د اړتیا ډېره برخه له ګاونډیو هېوادونو واردوي، له همدې امله یې کورنی بازار لا هم د سیمې او نړۍ له تحولاتو اغېزمنېږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د تېلو او ګازو بیې؛ له راټیټېدو د بازار د بې‌ثباتۍ تر اندېښنو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*