د جاپان اسیايي لوبو ته د افغانستان د ووشو ملي لوبغاړو چمتووالی
د افغانستان د ووشو فدراسیون خبر ورکړی چې د ووشو ملي لوبغاړي به د جاپان شلمو اسیايي لوبو کې ګډون وکړي.
د فدراسیون د مسوولینو په وینا، د ساندا برخه کې د لوبغاړو د ټاکنې بهیر تېره اونۍ په کابل کې ترسره شو چې په پایله کې شهزاده د ۵۶ کیلوګرام وزن کې، حامد شریفي د ۶۵ کیلوګرام، محمد خالد هوتک د ۷۰ کیلوګرام او جعفر سلطاني د ۷۵ کیلوګرام وزن کې دغو سیالیو ته لار وموندله.
همداراز ټاکل شوې ده چې د تالو برخه کې به هم یو بل لوبغاړی ژر وټاکل شي او د لوبډلې په نوملړ کې به شامل شي.
مسوولینو زیاته کړې چې محمد محفظ وفا او احسان احمد کروخي به د ساندا او تالو برخو د روزونکو په توګه ملي لوبډله په دې سیالیو کې ملتیا وکړي.
ټاکل شوې د اسیا شلمې لوبې د روان زیږیز کال د سپتمبر په میاشت کې د جاپان په کوربتوب ترسره شي او د افغانستان لوبغاړي به په بېلابېلو رشتو کې پکې ګډون ولري.

لومړی نظر وکړئ on "د جاپان اسیايي لوبو ته د افغانستان د ووشو ملي لوبغاړو چمتووالی"