د جګړې زور اخیستل او ایران کې د مېشتو افغانانو اندېښنې

د جګړې زور اخیستل او ایران کې د مېشتو افغانانو اندېښنې

په ایران کې میشت یو شمیر افغان کډوالو پر ایران د اسراییلو د بریدونو د دوام په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

د دوی په وینا، دغو شخړو د اقتصادي، رواني او ذهني ستونزو په ګډون له بېلابېلو ننګونو سره مخ کړي دي.

عنایت الکوزي په نوم یوه افغان کډوال چې په ایران کې ژوند کوي، طلوع‌نیوز ته ویلي:  « پر ایران د اسراییل بریدونو د افغان کډوالو لپاره اندېښنې راولاړې کړي او دا وضعیت د دوی پر اقتصادي او رواني حالت منفي اغېز کړی دی.»

رحیم‌الله صافي، یو بل افغان مهاجر په ایران کې، ویلي: «افغانان له دغه وضعیت اغېزمن شوي او زموږ د هېوادوالو لپاره د کار موندنې فرصتونه له منځه تللي دي.»

د کډوالو او راستنېدونکوچارو وزارت تېره ورځ په ایران کې له مېشتو افغان کډوالو غوښتي وو چې له حساسو پوځي ځایونو او سیاسي غونډو او حزبي فعالیتونو ځانونه لرې وساتي.
 

د اسلامي امارت ویاند هم ویلي وو چې د افغان کډوالو د ژوند خوندیتوب او د هغوی د اندېښنو د لیرې کولو لپاره د ایران د حکومت له چارواکو سره په اړیکه کې دي.

سلیم پیگیر، د سیاسي چارو شنونکی، طلوع‌نیوز ته ویلي: «افغان کډوال باید د ایران په کورني او بهرنۍ سیاست کې مداخله نه کوي، همداراز، د کډوالو وزارت مکلف دی چې د ایران مېشتو یا هلته بند پاتې افغان کډوالو د درناوي وړ ستنولو لپاره بېړنی اقدام وکړي.»

جمعه‌خان پویا، چې د مهاجرینو د حقونو فعال دی، وايي: «کډوال اندېښنه لري چې کېدای شي زیان وویني یا د کوربه حکومت له خوا هېر شي. نو له همدې امله، اسلامي امارت مسؤلیت لري چې د خپل سفارت له لارې د افغان مهاجرینو ستونزو ته رسېدنه وکړي.»

په وروستیو میاشتو کې په ایران او نورو ګاونډیو هیوادونو کې افغان کډوال  دجبري اېستلو او د ایران او پاکستان د پولیسو د ناسم چلند په څېر له ستونزو سره مخ دي. اوس د اسرائیلو او ایران ترمنځ وروستیو شخړو د دغو کډوالو ستونزې څو برابره کړې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د جګړې زور اخیستل او ایران کې د مېشتو افغانانو اندېښنې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*