د خوراکي توکو لېږد کې ګډوډي؛ هېواد کې د خوړو د ناامنۍ زیاتېدو خبرداری

💬0

د خوراکي توکو لېږد کې ګډوډي؛ هېواد کې د خوړو د ناامنۍ زیاتېدو خبرداری

د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، په منځني ختیځ کې د پوځي کړکېچونو له امله د خوړو د لېږد بهیر کې رامنځته شوي خنډونه به په افغانستان کې د خوړو د ناامنۍ وضعیت لا پسې خراب کړي.

د فایننشل ټایمز د راپور له مخې، د خوړو نړۍوال پروګرام د اکمالاتي ځنځیر مشر ویلي چې نږدې ۷۰ زره ټنه خوراکي توکي د تدارکاتي ستونزو او په سمندر کې د کښتیو د مسیر د بدلون له امله بند پاتې دي.

دې چارواکي په ټینګار سره ویلي چې له دې وړاندې هم د افغانستان لویه برخه وګړي د خوړو له ناامنۍ سره مخ وو.

اقتصادي شنونکی، شاکر یعقوبي په دې اړه وايي: افغانستان د بل هر وخت په پرتله د لوړې بې‌وزلۍ او هېواد ته د کډوالو د بېرته ستنېدو له امله بشري مرستو ته ډېره اړتیا لري او د پاکستان د لارو تړل کېدل او همداراز په ایران کې د جګړې دوام د بشري مرستو رسونه او د هېواد اقتصادي وضعیت اغېزمن کړی دی.»

د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې افغانستان ته د مرستو رسولو لپاره یې بدیلې ځمکنۍ لارې یې له متحده عربي اماراتو څخه د څو هېوادونو، لکه سعودي عربستان، اردن او ترکیې له لارې فعالې کړې دي.

خو د لېږد دې لارې او د سون‌توکو لګښتونه په څرګنده ډول زیات کړي دي.

اقتصادي شنونکي بشري مرستو ته د افغانستان اړتیا ته په اشارې ټینګار کوي چې د دې وضعیت دوام کولای شي خلک له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د اکمالاتي ځنځیر مشر، کورین فلیشر ویلي: «د ملګرو ملتونو دغه اداره اړ شوې چې د مرستو یوه برخه له ځمکنيو لارو ولېږدوي.»

بل لور ته بیا اقتصاد وزارت وايي، روانو جګړو پر ټولې نړۍ تاثیر کړی او دوی هڅه کوي، چې د بېلابېلو پرواګرامونو له لارې د خلکو اقتصاد تامین کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري وايي: «زموږ غوښتنه له مرستندویو بنسټونو څخه دا ده چې د خپلو مرستو د رسولو لپاره له بدیلو لارو استفاده وکړي. د اسلامي امارت تګلاره پر کورنیو ظرفیتونو تکيه ده، او موږ غواړو چې د پراختیایي پروژو د وضعیت د ښه کولو له لارې د هېواد اقتصادي ودې کې مرسته وشي.»

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، د افغانستان اقتصاد لا هم له جدي ستونزو سره مخ دی او د خلکو لویه برخه نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

همدارنګه په راپور کې ویل شوي چې که دا ګډوډۍ تر جون میاشتې پورې دوام وکړي، نو په نړۍ کې د هغو کسانو شمېر چې له شدید خوراکي کمښت سره مخ کېږي، ښایي تر ۴۵ میلیونو کسانو پورې زیات شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د خوراکي توکو لېږد کې ګډوډي؛ هېواد کې د خوړو د ناامنۍ زیاتېدو خبرداری"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*