د داع/ش پنځه ملاتړي د تاجیکستان له یو زندان څخه د تیښتې پر مهال وژل شوي – راپور

د تاجیکستان امنیتي مقاماتو ویلي چې د اسلامي دولت (داع/ش) پنځه ملاتړي چې ددغه هېواد په یو زندان کې قیدي وو، هغه مهال ووژل شول چې د تیښتې په نیت یې د زندان په ساتونکو باندې د چاقوګانو برید وکړ.

د داع/ش ډلې په ۲۰۱۹ کې په سوریه کې ماتې وخوړه خو د داع/ش خراسان په څېر ددې ډلې ځینو څانګو خپل حضور او بریدونه روان ساتلي دي. تیر کال ددې ډلې غړو په مسکو کې د کانسرتونو په یو تالار کې خونړی برید وکړ.

د تاجیکستان د عدلیې وزارت وویل چې نهو بندیانو د دوشنبې په ورځ، فبروري درېیمه (سلواغې ۱۵)، د پایتخت دوشنبې ختیځې خوا ته په ۲۰ کیلومترۍ کې له چاقوګانو سره پر امنیتي ساتونکو ددې لپاره برید وکړ چې ویې وژني او له زندان څخه وتښتي.

د تاجیکستان د امنیتي ځواکونو یوې سرچینې رویټرز ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې په پېښه کې شامل زندانیان د داع/ش او سلفي جهاد غورځنګ سره د تړاو لرلو له کبله مجرم پیژندل شوي وو. په دغو دواړو ډلو باندې په تاجیکستان کې بندیز لګېدلی دی.

یوې بلې سرچینې رویټرز ته ویلي چې، په برید کې د زندان درې ساتونکي شدید ټپیان شوي او د زندان اداري مشر هم د سختو ټپونو له کبله روغتون ته لیږدول شوی دی.

په ټلیګرام باندې په خپرو شویو ناتائید شویو ویډیوګانو کې وژل شوي په وینو ککړ بندیان ښودل کیږي چې لږ تر لږه یوه تن یې د داع/ش د بیرغ لرونکې خولۍ په سر ده.

د مرکزي اسیا د چارو شنونکي انډرې سینیکو رویټرز ته ویلي چې د داع/ش ملاتړو له زندان څخه د تیښتې هڅه پیل کړې او د لږ وخت لپاره یې په زندان باندې د داع/ش بیرغ پورته کړی دی.

تراوسه کومې ډلې په زندان کې د پاڅون پړه نده منلې.

د ۱۰ میلیونه نفوس لرونکی تاجیکستان چې اکثریت وګړي یې سنیان دي، د پخواني شوروي اتحاد یو له ډیرو بې وزلو هېوادونو څخه شمېرل کیږي.

د تاجیکستان د لوی څارنوال دفتر ویلي چې د پیښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.

د ۲۰۱۹ کال په مۍ میاشت کې، په دغه زندان کې د زندانیانو د پاڅون په نتیجه کې ۲۹ زندانیان او درې ساتونکي ووژل شول. د تاجیکستان چارواکو هغه مهال وویل چې د سختدریځو ډلو غړو پاڅون پیل کړی دی. داع/ش ددې پیښې مسئولیت واخیست.

په ۲۰۱۸ کال کې د تاجیکستان په شمالي ښار خجند کې ۲۱ بندیان او د زندان دوه ساتونکي ووژل شول.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د داع/ش پنځه ملاتړي د تاجیکستان له یو زندان څخه د تیښتې پر مهال وژل شوي – راپور"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*