
د درملنې او زدهکړو لپاره د ویزو اخیستو له بهیر د خلکو شکایتونه
میاشتې انتظار، لوړ لګښتونه او د ویزې د ترلاسه کولو په بهیر کې سرګرداني؛ هغه ستونزې دي چې د ځینو هېوادوالو په وینا، له هېواده بهر د درملنې او زدهکړو خدماتو ته د هغوی لاسرسی له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
یو شمير هېوادوال د ځینو هېوادونو، په ځانګړي ډول د هند، ترکیې او انګلستان د درملنې او تحصیلي ویزو د ترلاسه کولو له شته ستونزو شکایت کوي او وایي چې د غوښتنلیک له سپارلو میاشتې وروسته لا هم ویزه نه ده ورکړل شوې.
د کابل اوسېدونکی، اورنګزیب په دې اړه وايي: «له شپږو تر اوو میاشتو کېږي چې د هند ویزې ترلاسه کولو لپاره هڅه کوم، ځکه مور مې ناروغه ده او غواړم د درملنې لپاره یې هند ته یوسم. خو قونسلګرۍ موږ ته کوم څرګند دلیل نه وړاندې کوي او ویزه نه راکول کېږي.»
دوی همدارنګه د ویزو د ورکړې په بهیر کې د شفافیت نشتوالی او په تور بازار کې د لوړو پیسو په بدل کې د ویزو پر پلور نیوکه کوي او د لا زیاتو اسانتیاوو، شفافیت او ناوئي گتي اخیستنې د مخنیوي غوښتنه کوي.
د ننګرهار اوسېدونکی، عثمان په دې اړه وايي: «په تور بازار کې ډېرې لوړې پیسې اخیستل کېږي. په داسې حال کې چې د ویزې رسمي فیس ۲۰۰ ډالره دی، خو په غیررسمي بازار کې ځینې شرکتونه او منځګړي ویزې له ۷ تر ۱۰ زره ډالرو پورې پلوري.»
د ځینو سیاحتي شرکتونو مسوولین وایي چې د ایران، هند، ترکیې او پاکستان ویزو ډېری غوښتونکي ناروغان او زدهکوونکي دي، خو د ویزو د ترلاسه کولو بهیر، په ځانګړي ډول د درملنې ویزې، له ځنډ سره مخ دی او د غوښتونکو اړتیاوو ته پر وخت ځواب نه ورکول کېږي.
د هغوی په وینا، د سفارتونو له خوا د ویزو د ارزونې او صادرولو ورو بهیر د دې لامل شوی چې ډېر غوښتونکي په ټاکلي وخت ویزه ترلاسه نه کړي.
د یوه سیاحتي شرکت مسوول، محبالله حمیدي وايي: «ټول سفارتونه پرانیستي دي، خو بشپړ قونسلي خدمات نه وړاندې کېږي او ویزې په ټاکلي وخت نه صادریږي. ډېری غوښتونکي له نوملیکنې وروسته له دې ستونزې سره مخ کېږي چې سفارتونه ورته ویزه نه ورکوي.»
اوس مهال ایران، ترکیه، تاجیکستان، سعودي عربستان او ځینې نور هېوادونه افغان وګړو ته ویزې ورکوي.
خو د سیاحتي شرکتونو د اتحادیې رئیس ډاډ ورکړی چې په هېواد کې د خلکو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو هڅې روانې دي.
د سیاحتي شرکتونو د اتحادیې رییس، احمدسیر رحیمي په دې اړه وايي: «د خلکو غوښتنه د درملنې، سوداګرۍ، زدهکړو او سیاحتي ویزو لپاره زیاته شوې ده، خو له بده مرغه د ویزو صادرول کم شوي دي. هیله ده چې په هېواد کې فعالې قونسلګرۍ خپلې خدمات پراخ کړي او د غوښتونکو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.»
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې د منځني ختیځ د ترینګلتیاوو له امله بهیر بې نظمه او د هوایي ټکټونو بیې هم لوړې شوې وې.
لومړی نظر وکړئ on "د درملنې او زدهکړو لپاره د ویزو اخیستو له بهیر د خلکو شکایتونه"