د درملو د تولید زیاتوالی؛ هېواد کې ۱۰۴ تولیدي کارخونې فعالې دي

Loading

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معينیت وايي، هېواد کې د درملو ۱۰۴ تولیدي کارخونې فعالې دي.

د خوړو او درملو معینیت وایي، دغه کارخونې ۵۶۰ قلمه ښه کیفیت لرونکي درمل تولیدوي. 

د خوړو او درملو د معینیت ویاند، جاوید هژیر و ویل: « تېرو دوو کلونو کې یې شمېر ډېر شوی چې اوس مهال د درملو او روغتیایي محصولاتو په برخه کې هېواد کې شاوخوا ۱۰۴ کارخونې فعالیت کوي او د تولید وړتیا یې هم د تېر پرتله څو برابره شوې. تېر کې یې ۲۲۰ قلمه تولید لره خو نن زموږ د دغو کارخونو د تولید وړتیا څه د پاسه ۶۵۰ قلمه دی.»
 
اخوا د پلازمینې ځينې اوسیدونکي د درملو له ټیټ کیفیت او لوړې بيې شکایت کوي او وايي، نشي کولای د اړتیا وړ درمل په ټیټه بیه ترلاسه کړي. 

دوی له مسوولینو غواړي څو هېواد کې د درملو د تولید زیاتوالي او بیو ته پام وکړي.

ناروغ لرونکي، نورالدین و ویل: « څه چې اړیتا ده او باید یې له بهره واخلو موږ ته ډېر ګران دي. څه باندې لس زره مو په درې ورځو کې دغه روغتون کې ولګولې.» 

درمل پلورونکي بیا په هېواد کې د ځينو درملو لوړه بیه مني او په هېواد کې د تولید شویو درملو پر کارولو ټینګار کوي.
 
درمل پلورونکی، محمد خالد وایي: « له حکومته مو غوښتنه ده چې هېواد کې شته د درملو د کارخونو ملاتړ وکړي.» 

د خوړو او درملو معینیت مسوولین وایي، تېر کې ۹۵ سلنه درمل له بهره راواردېدل، چې په وروستیو دوو کلونو کې دغه واردات اتیا سلنې ته راکم شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د درملو د تولید زیاتوالی؛ هېواد کې ۱۰۴ تولیدي کارخونې فعالې دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*