
کابل کې د دوحې بهیر د خصوصي سکټور د کاري ډلې درېیمه ناسته ترسره شوې
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دوحې بهیر د خصوصي سکټور د کاري ډلې درېیمه ناسته د یوناما په کوربتوب، په حضوري او انلاین بڼه په کابل کې ترسره شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د اسلامي امارت د مهمو وزارتونو استازو، د افغانستان بانک، د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو، نړۍوالو او سیمهییزو سازمانونو، سفیرانو، دیپلوماتانو او کارپوهانو ګډون کړی و.
یاده ناسته په دوو برخو کې جوړه شوې وه چې لومړۍ برخه یې د اقتصادي ودې او شمولیت موضوع ته ځانګړې وه او دویمه برخه د همغږۍ او روڼتیا په اړه وه.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې راغلي: «د دوحې بهیر د خصوصي سکټور د کاري ډلې درېیمه ناسته، د یوناما د دفتر په کوربتوب، په حضوري او انلاین بڼه په کابل کې ترسره شوه، د ناستې پر مهال د اسلامي امارت استازو له واک ته رسېدو وروسته لاسته راوړنې او پرمختګونه له ګډونوالو سره شریک کړل. همداراز ګډونوالو هم د اسلامي امارت د هڅو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او د خصوصي سکټور د ملاتړ په برخه کې یې د شویو همکاریو یادونه وکړه او د دوام پر اړتیا یې ټینګار وکړ.»
ورته مهال، سیاسي شنونکی جنتفهیم چکري وايي: «ښه ده چې دا ډول ناستې تعقیب شي، ځکه دا ناستې د یوناما تر څار لاندې ترسره کېږي، د اقتصادي ودې او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره دي او همدارنګه د دوحې د ناستو دوام بلل کېږي چې له نړۍوالو ناستو څخه دي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) هم له دې ناستې وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د خصوصي سکتور کاري ډلې د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو، د سوداګرۍ او متشبثیت پر پیاوړتیا، په ځانګړي ډول په خصوصي سکتور کې د ښځو د ګډون پر زیاتولو، د بازارونو پر لا ښه ادغام، مالي سرچینو ته د لاسرسي پر ښه کولو، او د خصوصي بانکدارۍ او مالي بنسټونو پر پیاوړتیا تمرکز کړی دی.
د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت دفتر په خبرپاڼه کې راغلي: «دواړو کاري ډلو د تعامل او همکارۍ د پراختیا لپاره اساسي لومړیتوبونه وپېژندل او د افغانستان د خلکو، ښځو او نارینهوو، د اغېزناک او دوامدار ملاتړ لپاره یې د لارو چارو په اړه د نظر تبادله وکړه. همداراز د دواړو برخو ترمنځ پر رغنده تعامل ټینګار وشو، ځکه خصوصي سکتور د افغانستان د خلکو د معیشت په تأمین کې مهم رول لري او د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه د دغه هېواد له اقتصادي او ټولنیز ثبات سره مرسته کوي.»
سیاسي شنونکي سید هارون هاشمي وايي: «که دا ناستې دوام پیدا کوي، نو غوره ده چې د اقتصادي موضوعاتو ترڅنګ سیاسي موضوعات هم پکې مطرح شي.»
ورته مهال، د اقتصادي چارو شنونکی، میر شاکر بعقوبي وايي: «د دې ډول ناستو ترسره کېدل مهم دي، ځکه چې د حکومت، خصوصي سکتور او نړۍوالو بنسټونو ترمنځ یو مستقیم تعامل او فضا رامنځته کوي.»
د دوحې بهیر په وروستیو کلونو کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د خبرو اترو له مهمو چوکاټونو څخه ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېره ناسته کې د اسلامي امارت استازو له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته د صنعتي نشهيي توکو د قاچاق د مخنیوي غوښتنه یې کړې وه.
لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د دوحې بهیر د خصوصي سکټور د کاري ډلې درېیمه ناسته ترسره شوې"