د دیموکراسۍ نړیواله ورځ؛ په ټولټاکنو کې درغلي څنګه کېږي او دا چاره څنګه کابو کېدای شي؟

پاکستان ټاکنې

دیموکراسۍ شفافې ټولټاکنې د جمهوریت او جمهوري حکومتونو لپاره د ملا تېر حیثیت بلل کېږي. د پاکستان د اساسي قانون له مخې له هرو پنځو کلونو وروسته د جمهوري حکومت د انتخاب لپاره باید ټولټاکنې وشي، خو تر اوسه په دې هېواد کې د ۲۰۰۸ کال ټولټاکنو کې له انتخاب شوي حکومت پرته هېڅ یوه حکومت هم خپله ټاکلې پنځه کلنه دوره نه ده بشپړه کړې.

په ټولټاکنو کې ټګي، برګي او درغلي ډېری مهال په پاکستان کې د کمزوري حکومت رامنځته کېدو لامل بلل کېږي. پوښتنه دا ده، چې په ټولټاکنو کې درغلي څنګه کېږي او دا چاره څنګه کابو کېدای شي؟

د سږ کال فبرورۍ پر اتمه پاکستان کې ټولټاکنې وشوې، خو پایلو ته یې غبرګون د پخوا پرتله مختلف نه و. د پاکستان تحریک انصاف، جمعیت علمای اسلام او عوامي نېشنل ګوند په ګډون ډېری پاکستاني سیاسیونو د ټولټاکنو په پایلو کې د درغلیو تورونه پورې کړل، چې له کبله یې سیاسي ناندرۍ راپورته شوې.

مهم اپوزېسیون ګوند پاکستان تحریک انصاف تور پورې کړ، چې د مرکز او پنجاب ایالت په ټولټاکنو کې په لوی لاس درغلي شوې او د دوی ګټلې څوکۍ نورو ته ورکړل شوې دي.

د یادونې ده، چې د پاکستان د ټولټاکنو په نژدې هر دور کې سیاسي ګوندونو مشرانو او فعالانو د درغلیو تورونه پورې کړي دي.

په پېښور کې د پاکستان ډان ورځپاڼې خبریال سید وسیم احمد شاه وايي: “یوازې د ۱۹۷۰ کال ټولټاکنو په هکله ویل کېږي، چې رڼې وې او له هغه وروسته د پاکستان ختیځه برخه د بنګله دېش په نامه له پاکستانه بېل شو، له هغه وروسته چې څومره ټولټاکنې شوې دي، په هکله یې ویل کېږي، چې بې درغلیو نه وې.”

ځینې شنونکي په دې باور دي، چې پاکستان کې له لسیزو راهیسې په ټولټاکنو کې د روڼوالي او ازادۍ نه شتون د دې لامل شوی، چې جمهوریت او ولسواکۍ ته زیان ورسېږي.

د پيښور پوهنتون د سياسي علومو د څانګې استاد پروفيسر ډاکټر ايوب جان وايي، په عامو انتخاباتو کي درغليو پاکستان کې جمهوري حکومتونو او خپله جمهوريت ته ستر تاوان رسولی. ډاکتر ایوب جان زیاتوي:

“په ټولټاکنو کې د درغليو يو تاوان دا دی، چې د ټاکنو بایلونکي پر ګټونکو تور لګوي چي د دوي رايې یې غلا کړې. دغه راز مخالف ګوندونه په واکمن ګوند يا ګوندونو تور لګوي، چې “په پارلمان کې” کې یې د دوي څوکۍ غلا کړې او ځکه نو د حکومت د پرځولو هڅه کوي او هغه قوتونه چې د حکومت په جوړېدو کې یې واک ته د رسېدونکو ګوندونو مرسته کړې او هغوی بيا پر حکومت د خپلو ګټو لپاره د ناوړه او ناقانونه کارونو کولو لپاره فشار اچوي. ” دیموکراسۍ

پاکستان کې په ټولټاکنو کې د درغليو يو بڼه د سياسي ګوندونو لخوا په انتخابي حلقو کې د ټاکنیز کمپاین په وخت د پرمختيايي کارونو کول دي، چې په عامه توګه ورته له ټولټاکنو وړاندې درغلي ويل کېږي.

د خیبر پښتونخوا نوښار یو اوسېدونکی ثناءالله سرفراز په دې هکله وايي: دیموکراسۍ

“سږ کال د فبرورۍ اتمې له ټولټاکنو یوه ورځ مخکې پورې یوه سیاسي ګوند زموږ په کلي کې پرمختیايي کارونه کول، خو کله یې چې ټاکنې بایلودې، نه یوازې پرمختیايي کارونه یې په ټپه ودرول، بلکې ځینې ځایونو کې یې شوي پرمختیايي کارونه هم بېرته ویجاړ کړل.” دیموکراسۍ

ټاکنو کې د مېرمنو برخه

د پاکستان د اساسي قانون او د ۲۰۱۷ کال انتخاباتي قانون له مخې سیاسي ګوندونه باید مېرمنو ته په عامو او ځانګړو څوکیو کې پنځه- پنځه سلنه برخه ورکړي، خو پر ډېری سیاسي ګوندونو تور پورې کېږي، چې دوی یا خو مېرمنو ته بشپړه برخه نه ورکوي یا بیا په هغو سیمو کې پر عامو څوکیو د ټولټاکنو اجازه ورکوي، چې د ګوند د بریا احتمال پکې لږ وي. دیموکراسۍ

د پيښور پوهنتون د ژورنالیزم د څانګې مشر پروفيسر فيض الله جان وايي “پاکستان کې يوه پوځي واکمن جنرال پرويز مشرف په ملي اسمبلۍ کې د ښځو لپاره د څوکیو شمېر زيات کړ او بيا د انتخاباتو د قانون ۲۰۱۷ له مخې ښځو ته دګوندونو لخوا د پنځه سلنه څوکیو خبره هم وشوه، خو سياسي ګوندونه يوازې له انتخاباتو کمېسیونه د خلاصون لپاره په هغو انتخاباتي حلقو کي د ټولټاکنو لپاره ټيکټونه (اجازه) ورکوي چېرې چې د هغوی د بریا هېڅ امکان نه وي.”

پاکستان کې په انتخاباتو کې درغلي چې يوه ستره ستونزه ده او ورسره جمهوريت ته تاوان رسېږي، په ټاکل شوې موده کې د ټولټاکنو د پايلو اعلان او د ټولټاکنو لپاره د عصري ټيکنالوژۍ کارولو سره په دغه ستونزه کابو شونی دی.

د تېر په څېر د پاکستان ۲۰۲۴ ټولټاکنو د پایلو په هکله هم ډېرې نیوکې او اعتراضونه وشول.
د عکس تشریح، د تېر په څېر د پاکستان ۲۰۲۴ ټولټاکنو د پایلو په هکله هم ډېرې نیوکې او اعتراضونه وشول.دیموکراسۍ

پاکستان کې نه يوازې د ملي او صوبايي اسمبليو په ټولټاکنو کې د درغليو تورونه لګول کېږي، بلکه د سېنټ يا سنا مجلس په انتخاباتو کې هم د پېسو په بدل کې د پارلمان د غړو لخوا د سنا غړو ټاکلو لپاره د خپلو رايو خرڅولو تورونه عام دي.

په پېښور کې خبرياله لايبه حسن په دې هکله وايي: “په انتخاباتو کې د درغليو د کنټرول کولو لپاره حکومت ته پکار دي چې له عصري ټيکنالوژۍ ګټه واخلي او انتخاباتو کمېسیون پر ټاکلي وخت د ټاکنو پايلې اعلان کړي.”

هغه زیاتوي “د ۴۵ او ۴۷ شمېرو دوو فورمو د ټاکنو اعلان د درغلیو لامل کېږي، چې باید مخه یې ونیوله شي.”

پاکستان کې پر پوځ په ټولټاکنو کي د لاسوهنې او د ټاکنو د پايلو بدلولو تورونه لګول کېږي، خو پاکستان پوځ اکثره دغه تورونه ردوي او دا دريځ لري چي پوځ د هېواد د يوې قانوني ادارې په توګه يوازې د حکومت له امر وروسته خپل مسوولیت ترسره کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د دیموکراسۍ نړیواله ورځ؛ په ټولټاکنو کې درغلي څنګه کېږي او دا چاره څنګه کابو کېدای شي؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*