د روغتیا نړۍوال سازمان: د پولیو د مخنیوي هڅې دې پراخې شي

💬0

د روغتیا نړۍوال سازمان: د پولیو د مخنیوي هڅې دې پراخې شي

د روغتیا نړیوال سازمان مشر وایي، سره له دې چې د پولیو د له منځه وړلو لپاره پراخې هڅې روانې دي، خو لا هم په افغانستان کې د دې ناروغۍ مثبتې پېښې ثبتېږي. هغه ټینګار کوي، چې د پولیو د خپرېدو د مخنیوي لپاره باید د هېواد په کچه ډېر ماشومان د واکسین تر پوښښ لاندې راوستل شي.

اډوین سنیزا سالوادور د طلوع‌نیوز د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، په هغو سیمو کې چې د پولیو پېښې ثبت شوې، د پاکو اوبو محدود لاسرسی، نامناسب روغتیايي وضعیت، د عامه پوهاوي کموالی او روغتیايي مرکزونو ته د خلکو کم مراجعه کول د ویروس د خپرېدو لامل شوي دي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر، اډوین سنیزا سالوادور وویل: «موږ، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او نور شریکان، د عامې روغتیا وزارت تر مشرۍ لاندې هڅه کوو چې ډېر ماشومان او کورنۍ، په ځانګړي ډول هغه چې روغتیايي خدمتونو ته د مراجعه کولو اړتیا په اړه کافي پوهاوی نه لري، تر واکسین او روغتیايي خدمتونو لاندې راولو.»

هغه د افغانستان د روغتیايي نظام په اړه هم وویل، چې له شته ستونزو سره سره د واکسین شویو ماشومانو د شمېر په زیاتېدو او د میندو د مړینې په کمېدو کې پرمختګ شوی دی. خو نوموړي زیاته کړه، د نړیوالو بشري مرستو کمښت د افغانستان پر روغتیايي خدمتونو اغېز کړی او د مرستو د راکمېدو له امله یو شمېر روغتیايي مرکزونه د فعالیت له ستونزو سره مخ شوي دي.

سالوادور زیاته کړه: «هغه برخه چې زه پرې هیله‌مند یم، د روغتیا نړیوال سازمان او شریکانو له لوري د مالیې وزارت سره نږدې همکاري ده. باید وګورو چې څنګه کورنۍ مالي سرچینې زیاتې کړو، څو د روغتیا سکټور ته ډېره بودجه ځانګړې شي، موجود روغتیايي خدمتونه دوام ومومي او هغه لاسته‌راوړنې وساتل شي چې د کلونو په اوږدو کې ترلاسه شوې دي.»

ډاکټران هم د روغتیايي سکټور پر ځان‌بسیاینې او د پولیو د له منځه وړلو لپاره پر ګډې همکارۍ ټینګار کوي.

 ډاکټر، مجتبی صوفي وویل: «هڅه باید وشي چې مرسته کوونکي هېوادونه قانع شي، ځکه زموږ خلک له سیاست پرته بشري مرستو ته اړتیا لري. ترڅنګ یې باید ورو ورو ځان‌بسیاینې ته ولاړ شو او د روغتیا سکټور ته ډېره بودجه ځانګړې کړو، څو لرو پرتو سیمو ته هم روغتیايي خدمتونه ورسوو.»

یو بل ډاکټر، خواجه مقیم صدیقي وايي: «د روغتیا نړیوال سازمان باید د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ د جوماتونو، راډیوګانو او تلویزیونونو له لارې د عامه پوهاوي پروګرامونه پراخ کړي، څو پولیو له منځه ولاړه شي. کورنۍ هم باید د واکسین پر بهیر باور وکړي او خپل ماشومان واکسین کړي.»

تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان راپور ورکړی و، چې په افغانستان کې ۱۵۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او د روان میلادي کال په ترڅ کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د روغتیا نړۍوال سازمان: د پولیو د مخنیوي هڅې دې پراخې شي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*