
د روغتیا نړۍواله ورځ؛ هېوادوال د روغتیايي خدمتونو د ښهوالي غوښتنه کوي
په هېواد کې د روغتیا نړۍواله ورځ داسې مهال را رسېږي چې لا هم د خلکو لپاره معیاري روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی یوه جدي ستونزه بلل کېږي او دغې ستونزې بیا تر ټولو ډېر د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي اغېزمن کړي دي.
یو شمېر هېوادوال وايي، د استوګنې ځایونو ته یې نږدې روغتیايي مرکزونه نشته او اړ دي چې د لومړنیو درملیزو خدماتو د ترلاسه کولو لپاره اوږدې او ستونزمنې لارې ووهي.
د هغوی په وینا، په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړول کولی شي د ناروغۍ او درملنې ترمنځ واټن راکم او د جدي ستونزو د رامنځته کېدو مخه ونیسي.
عبدالخبیر د لغمان اوسېدونکی دي: «موږ غواړو یو روغتیايي مرکز ولرو تر څو مو درملنه همدلته نږدې او اسانه شي.»
سالمګل بیا د ننګرهار اوسېدونکی دی: «زه غواړم د عامې روغتیا وزارت په ټول افغانستان کې، په ولسوالیو او ولایتونو کې پاملرنه وکړي، ځکه زموږ خلک بېوزله دي او روغتیايي خدماتو ته اړتیا لري.»
مصطفی هم چې د کابل اوسېدونکی دی وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې دولتي روغتونونه ښه شي، تر څو موږ د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته لاړ نه شو.»
هممهاله، د روغتیا نړۍوال سازمان د یادې ورځې په مناسبت ټینګار کړی چې نوې ټکنالوژۍ، د درملنې پرمختللې لارې چارې او د ټولنې ټولو وګړو ته باید درمل په ځانګړې توګه لرو پرتو سیمو ته ورسېږي.
افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان د مرستیال استازې، مُکتا شرما وايي: «په افغانستان کې د علم ملاتړ دا مانا لري چې پوهه عملي پایلو ته واوړي او ډاډ ترلاسه شي چې نوې ټکنالوژۍ، د درملنې لارې او درمل ټولو خلکو ته، په ځانګړې توګه لرې پرتو سیمو ته ورسېږي.»
دغه راز، روغتیايي کارکوونکي د هېواد د روغتیايي سیستم د عصري کېدو پر بیړنۍ اړتیا ټینګار کوي.
د دوی په باور، د افغانستان روغتونونو ته د پرمختللو طبي ټکنالوژیو راوړل او د ډاکترانو د مسلکي وړتیا لوړول کولی شي د درملیزو خدمتونو کیفیت په څرګند ډول ښه کړي.
روغتیايي کارکوونکي، عبدالباسط طاهري وویل: «موږ له عامې روغتیا وزارت څخه غواړو چې هغه اسانتیاوې او پرمختګونه چې په نورو هېوادونو کې شته، زموږ هېواد ته هم راوړي، تر څو وکولای شو خپلو هېوادوالو ته غوره خدمات وړاندې کړو.»
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او پر روغتیايي سکتور د خلکو د باور د لوړولو په اړه وایي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې، تر اوسه ۴۰۰ روغتیايي مرکزونه په سپینو سیمو کې جوړ شوي، ۲۰۰ نیمګړې پروژې بشپړې شوي او د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د روغتیايي کارکوونکو شمېر ۳۵ زرو ته لوړ شوی دی.
د دغه وزارت ویاند، شرافتزمان امرخېل وویل: «لنډمهاله او اوږدمهاله تخصصي پروګرامونه تل روان دي او د پخوا په پرتله پراخ شوي، او د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ نوې برخې رامنځته شوې دي.»
په داسې حال کې چې نړۍ له ۱۹۴۸ کال راهیسې د عامه پوهاوي د لوړولو، روغتیايي خدمتونو ته د برابر لاسرسي د هڅونې، د ټولنې د روغتیا د ښه والي، د علمي پرمختګ او نویو طبي ټکنالوژیو د پراختیا، د ځانګړو ناروغیو او کلنیو روغتیايي لومړیتوبونو ته د پاملرنې او د نړیوالې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره دا ورځ نمانځي؛ خو لا هم ځینې ناروغۍ لکه الزایمر او پارکینسون یا عصبي لړزه همدارنګه د سرطان ډېری ډولونه چې په پرمختللو پړاوونو کې یې په بشپړ ډول درملنه نه شي کېدای، بېدرملنې پاتې دي.
دغه راز د ايډز په څېر ناروغۍ چې د درملنې وړنه دي او یوازې کنټرولېدای شي.
د انټيبیوتیکو پر وړاندې د مقاومت پدیده چې د درملو اغېز کموي، بیا یوه نوې اندېښنه رامنځته کړې ده.
لومړی نظر وکړئ on "د روغتیا نړۍواله ورځ؛ هېوادوال د روغتیايي خدمتونو د ښهوالي غوښتنه کوي"