
د سلګونو کورنیو د ژوند بدلون؛ هېواد کې د سېلابونو تلفات زیات شوي
په تېرو اتلسو ورځو کې په هېواد کې د وروستیو ورښتونو له امله ۱۸۹ تنو خپل ژوند بایللی او له ۲۵۰ زیات بیا ټپیان شوي دي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وایي چې د دغو سېلابونو له امله د مړو او ټپیانو شمېر نږدې ۴۴۰ تنو ته رسېږي.
پر دې سربېره، سلګونه کورونه په بشپړه یا نیمه توګه ویجاړ شوي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم زیانمنه شوې ده.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې ویاند، محمد یوسف حماد وايي: « د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره د ولایتي راپورونو له راټولولو وروسته وايي، د حمل له شپږمې تر اوسه د بارانونو، سېلابونو، زلزلو، د چتونو لوېدو، تالندې او نورو طبیعي پېښو له امله، په خواشینۍ سره ۱۸۹ کسان مړه شوي، ۲۵۲ ټپیان او ۹ کسان ورک دي.»
دغو سېلابونو نه یوازې سیمه ییزې زېربناوې زیانمنې کړې دي، بلکې د ډېرو کورنیو لپاره یې سرپناه، د څښاک اوبه او خوراک ته لاسرسی هم له ستونزو سره مخ کړی دی.
زیانمن شوی، ګل محمد وايي: « دا بارانونو زموږ ټول شتمني له منځه یوړه او زموږ کور په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.»
یو بل زیانمن شوی، محمد شریف عطايي هم وايي: « له حکومت زموږ غوښتنه دا ده چې د بارانونو په موسم کې د میدانوردګ ولایت جغتو ولسوالۍ ته پاملرنه او مرسته وکړي؛ ځکه دلته د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر کمزوری دی.»
وروستیو سېلابونو یو ځل بیا د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او اغېزناک مدیریت اهمیت روښانه کړی دی.
ځینې شنونکي باور لري چې د وختي خبرتیا سیستمونو جوړول، پیاوړې زېربناوې رامنځته کول او د خطر کمولو لپاره پلان جوړونه کولای شي په راتلونکې کې د ورته زیانونو مخه ونیسي.
د کرنې او مالدارۍ خونه هم په دې باور ده چې د کرنیزو ځمکو ویجاړېدل کولی شي کلیوالې کورنۍ له اوږدمهاله اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.
د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، وسیم صافی هم وايي: « موږ هیله لرو چې د افغانستان اسلامي امارت او همدارنګه خصوصي سکټور د مرستندویه او تمویلوونکو ادارو سره په ګډه داسې پروګرامونه پلي کړي، ترڅو له هغو کروندګرو ملاتړ وشي چې د سېلابونو له امله زیانمن شوي او د لا زیاتو زیانونو مخه ونیول شي.»
افغانستان له هغو هېوادونو دی چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې ډېر زیانمن بلل کېږي او د ورته پېښو تکرار ښيي چې له مخنیوي تدابیرو او پلان پرته به د ځاني او مالي زیانونو خطر همداسې دوام ولري.
لومړی نظر وکړئ on "د سلګونو کورنیو د ژوند بدلون؛ هېواد کې د سېلابونو تلفات زیات شوي"