
د سلیم پیګیر د روغتیايي حالت ښه کېدل
د سلیم پیګر ورور کریم د ښاغلي پیګر د روغتیايي وضعیت د ښه کېدو خبر ورکوي.
هغه دغه راز د دې پېښې عاملانو ته د سزا ورکولو غوښتنه کوي.
د سلیم پیګیر ورور کریم د طلوعنیوز خبریال ته وویل: «هغه خپلې سترګې پرانیستې او روغتیايي حالت یې مخ پر ښه کېدو دی. د هغه د ډاکټرانو او زموږ د ورځني حال اخیستو له مخې، د هغه په روغتیايي وضعیت کې ډېر مثبت بدلونونه راغلي دي.»
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي هم د سلیم پیګیر د قضیې د جدي پلټنې غوښتنه کوي.
د سیاسي چارو شنونکي جنت فهیم چکري وویل: «که چیرې د افغانستان اسلامي امارت واقعاً دا ومني چې رسنۍ د یوه هېواد څلورمه قوه ده، نو باید د پیګیر دوسیې ته په داسې ډول رسېدنه وکړي چې بیا دا ډول جنایت تکرار نه شي.»
د سیاسي چارو یوه بل شنونکي سید اکبر سیال وویل: «د هغو کسانو لپاره چې مهم دي، د د امنیت د ټینګښت په موخه یې باید نور ګامونه واخیستل شي څو موږ دا ډول کسان او شخصیتونه له لاسه ورنه کړو.»
سلیم پیګیر د هېواد د سیاسي چارو شنونکی او رسنیز شخصیت دی چې د تلې پر۱۷مه، د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا پرې برید وشو.
د کورنیو چارو وزارت له دغه برید وروسته اعلان وکړ چې په دې تړاو یې دوه کسان نیولي او په دې برخه کې نورې پلټنې روانې دي.
لومړی نظر وکړئ on "د سلیم پیګیر د روغتیايي حالت ښه کېدل"