د سوداګرۍ وزارت: ۲۰ قلمه توکي د صادراتو ۷۱ سلنې جوړوي

د سوداګرۍ وزارت: ۲۰ قلمه توکي د صادراتو ۷۱ سلنې جوړوي

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، افغانستان دا مهال ۲۰ قلمه توکي ګاونډیو، د سیمې او نړۍ هېوادونو ته صادروي. 

د دغه وزارت د مالوماتو لمخې، مالوچ، وچه انځر، ممیز، اینجه او د هغې تخم، د ډبرو سکاره، تازه او وچ پیاز، رومیان، مڼې، د پستې او بادامو مغز، انار، زعفران، زیره، انګور، کاني ډبرې، سرب، غیر الکولي مشروبات، انرژي څښاکونه او د مېوو جوس د افغانستان له غوره صادراتي محصولاتو ګڼل کیږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد و ویل: «دغه۲۰ ډوله توکي د هېواد د ټولو صادراتو ۷۱ سلنې جوړوي، چې د بېلابېلو ګاونډیو، سیمه‌ییزو او نړۍوالو هېوادونو بازارونو ته صادریږي.»

بل‌خوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، دغې خونې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې لپاره پراخې هڅې پیل کړي دي.

د دې خونې د مسوولینو په خبره، د خليج هېوادونه، منځنۍ اسیا او اروپا اوس د دغو محصولاتو د صادراتو لپاره مناسب بازارونه ګڼل کېږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند، جان اقا نوید و ویل: «د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې تل هڅه کړې چې له بېلابېلو هېوادونو سره ښې سوداګریزې اړیکې ولرو، د نورو هېوادونو بازارونه و ارزوو څو خپل محصولات هغو بازارونو ته صادر کړو.»

د کرنې او مالدارۍ خونې د عامل پلاوي رییس، وسیم صافي و ویل: «موږ باید د پروسس مرکزونه جوړ کړو، څو ټول محصولات هلته پروسس او بسته‌بندي شي، او له هماغه ځایه بار شي، څو نړۍوال معیارونه بشپړ کړو او صادرات ترسره کړو.»

اقتصادي شنونکي وايي، د پروسس پراختیا، د کیفیت لوړوالی او د نړۍوالو معیارونو په پام کې نیول کولای شي د صادراتي عوایدو په زیاتولو، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او پر وارداتو د اتکا په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

هغوی زیاتوي چې که مناسبې پانګونې وشې او پلان شوې پالیسۍ په پام کې ونیولې شي، افغانستان کولای شي د سیمې او نړۍ د بازارونو د پام وړ برخه راخپله کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د سوداګرۍ وزارت: ۲۰ قلمه توکي د صادراتو ۷۱ سلنې جوړوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*