د سویډن کمېټې چې، له څه باندې ۴۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت درلود، اوس یې په افغانستان کې د خپلو ټولو فعالیتونو له ځنډولو خبر ورکړی دی.
دغې کمېټې زیاته کړه چې، په افغانستان کې به خپل ټول دفترونه وتړي او له بهره به د افغانستان لپاره د پیوستون د کمېټې په نوم فعالیت کوي.
د دغې کمېټې په اعلامیه کې راغلي:«د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه نور په افغانستان کې فعالیت نهکوي او زموږ دفترونه تړلي دي. موږ اوس له افغانستانه بهر د افغانستان لپاره د پیوستون کمېټې په نوم فعالیت کوو.»
د اقتصادي چارو شنونکی لعل ځاځی وايي:«په کار وه چې، د دواړو لورو یعنې د سویډن کمېټې او افغان دولت په موافقې سره داسې یو میکانیزم رامنځته شوی وای، څنګه وکړای شو چې، د افغانستان د دولت موخې او د دوی موخې تر ډېره بریده تفاهم ته ولاړ شي او د ګټې کټې یوه زمینه ورته برابره شي.»
په افغانستان کې د دغې کمېټې ډېری فعالیتونه له ښځو، ماشومانو او معلولینو سره مرستې بلل شوې دي. که څه هم د اسلامي امارت چارواکو په افغانستان کې د سویډن کمېټې د فعالیتونو د ځنډېدو په اړه څه نهدي ویلي؛ خو ځينو کارپوهان وایي چې، د سویډن کمېټې په څېر موسسو له لوري د بشري مرستو رسول د افغانستان په ګټه دي او اسلامي امارت باید د داسې یو بنسټ د فعالیتونو د دوام لپاره مناسبې لارې چارې ولري.
د اقتصادي چارو شنونکی شاکر یعقوبي په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«په هغه صورت کې چې، اسلامي امارت پر سختدریځو سیاستونو او یا پر هغو محدودیتونو چې، په افغانستان کې یې پر نړۍوالو بنسټونو وضع کړي، غور وکړي، طبیعي ده چې، دا چاره کولای شي، د افغانستان نړۍوال باور پياوړی کړي، د دې ترڅنګ افغانستان ته به د ټولو نړۍوالو بنسټونو د جلب لامل شي.»
د دغې کمېټې د شمېرو پر بنسټ په ۲۰۲۳ کال کې یې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د څه باندې ۷ زره افغان کارکوونکو په لرلو سره فعالیت کاوه.
اسلامي امارت د روان کال په وري میاشت کې په سویډن کې د قرآن کریم د سوځولو په غبرګون کې په افغانستان کې د سویډن کمېټې فعالیتونه ودرول.
لومړی نظر وکړئ on "د سویډن کمېټه به د «افغانستان لپاره د پیوستون کمېټې» په نوم فعالیت وکړي"