د سپین بولدک له لارې راستنېدل؛ ۵۵۰ بندیان هم له پاکستانه راستول شوي

د کندهار سيمه ایز مسوولين وایي د اپرېل له لومړۍ راهیسي د سپین بولدک له لاري له اته زره نه زيات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د ۲۰۲۵ کال د اپرېل مياشتي له لومړۍ نېټې راهيسي د سپين بولدک له لاري ۸۱۰۷ تنه کډوال او پاکستان کې زنداني شوي ۵۵۰ زندانيان هېواد ته راستانه شوي دي.

مسوولين وایي راستانه شوو کډوالو ته له رسېدو سره سم د خوړو، درملو، اوسېدو ځای، څښاک پاکو اوبو مرستو سربېره، نقدي مرستي، سرپنا او د کور د اړتیا وړ توکو او اصلي مېنو ته د ستنولو برخو کې اسانتیاوي برابري کړي دي.

د کندهار تخته پل ولسوالۍ کې د کډوالو موقتي پندغالي د ثبت مسوول، محمد اسحاق ادریس وايي: “۱۵۴۹ کورنۍ راغلي دي، چې د افرادو شمېر يې ۸۱۰۷ تنو ته رسيږي. د دې سربيره ۵۵۰ تنه زنداني هيوادوال هم موږ ته سپارل شوي دی”.

د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو کډوالو رییس، ولي جان بادام هم وايي: “شپږ کمېټې د کډوالو د اسانتیا لپاره جوړي شوي دي، د کډوالو د سرپنا، اوبو، مېشتني، خوړو او درملو برخو کې کار کوی او فعاليتونه يې روان دي”.

راستانه شوي کډوال وایي د پاکستان امنیتي ځواکونو يې پر کورونو چاپې وهلې، قيمتي توکې او پېسې ترې اخستلې او زنداني کول يې.

دوی زياتوي پاکستان يې د کورنۍ غړي، ښځي او ماشومان نيسي او افغانستان ته يې ستنیوي.

راغلي کډوال پاکستان کې له افغانانو سره د ځورونکي چلن د پایته رسېدو غوښتنه کوي.

له پاکستان راستون شوی کډوال، محمد حنیف وايي: “دغه هېواد ته روس او امريکا دواړه راغلي دي، خو پر افغانانو يې دومره ظلم ندی کړی لکه څومره، چې دغه مسلمان هيواد پر موږ وکړ. موږ خو پاکستان ته په زور نه وو تللي، په ټانګ او طياره نه مو د اوسېدو ځای نه و اشغال کړی، بلکي د سرپنا لپاره هلته تللي و، چې ډېر زياتی راسره وشو او خدای ج دي د دوی ځای جهنم کړي”

له پاکستانه یو بل راستون شوی، عبدالله بیا وايي:
“چاپې يې وهلې او خلک يې په زور افغانستان ته ستنول او افغانان يې زنداني کول”.

ورته مهال د اسلامي امارت مسوولين له پاکستان نه غواړي، د افغان کډوالو له ځورونو لاس واخلي او د ښه ګاونډيټوب اصل ته ژمن پاتي شي.

د اسلامي امارت د راستنېدونکو کډوالو د عامه پوهاوي کمېټې مشر، محمد يوسف احمدي هم و ویل: “له کډوالو له لوري له افغانانو نه د توکو اخستل او د هغوی نيول مناسب عمل ندی، موږ له پاکستان نه غواړو، چې له افغانانو سره اوسنۍ تګلاره بدله کړي، د ښه ګاونډيټوب اصل مراعت کړي او افغانان پريږدي، چې پر خپله خوښه هېواد ته راستانه شي”.

پاکستان د ۲۰۲۵ کال د اپرېل پر لومړۍ نېټه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ايستني بهیر پېل کړ، چې دغه بهير په نړيواله کچه له توندو نيوکو او غبرګونو سره مخ شو. 

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د سپین بولدک له لارې راستنېدل؛ ۵۵۰ بندیان هم له پاکستانه راستول شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*